اطلاعات روز: ځایي سرچینې وایې چې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د لغمان اړوند کاکڅ، د کابل سروبي ولسوالۍ او ماهیپر سیمو کې د بېلابېلو ترافیکي پېښو له امله ۵ تنه مړه او او ۱۷ نور
ټپیان شوي دي.
حضرت الله چې د کابل ــ جلال اباد پر لویه لاره موټر چلوي وایې چې یادې پېښې له تېرې ورځې (پنجشنبه،۱۴ د مرغومي )راهیسې د باران او واورې ورېدو له کبله د موټرو د ټکرو او چپه کېدو له امله رامنځته شوي دي.
د نوموړي په وینا په زیاتره سیمو کې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله موټرې له کنترول وتلي او له سړکه اوښتي دي.
تراوسه طالب چارواکو د یادو ترافیکي پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
بلخوا د طالبانو تر ولکې لاندې د ترافیکو عمومي ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له موټر چلوونکو او مسافرو غوښتي چې د ورښتونو په دې شپو او ورځو کې پر لویو لارو د تګ-راتګ پرمهال له ځان سره اړین ژمني توکي ولري او له احتیاط دې کار واخلي.