اطلاعات روز: بامیان کې د طالبانو د پوهنې ریاست د دغه ولایت په مرکز کې د ښوونځیو مدیرانو ته چې زده کوونکي یې سني او شیعه دي، امر کړی چې راتلونکی کال دې دیني زده کړې یوازې د حنفي فقهې له مخې تدریس شي.
یوه سرچینه چې له دغه امره باخبره ده اطلاعات روز ته وویل، چې طالبان په هغو ښوونځیو کې چې سني زده کوونکي هم پکې دي، د دواړو فقهو په ځانګړي توګه د جعفري فقهې د تدریس مخالف دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د باميان ولايت د مرکز په ښوونځيو کې ډېرى زده کوونکي شيعه دي او په ډېرو ښوونځيو کې جعفري فقه تدريس کېږي.
سرچينې څرګنده کړه، چې پخوا د باميان د مرکز په ځينو ښوونځيو کې دواړه فقهې تدريس کېدې.
خو د سرچينې د معلوماتو له مخې، د باميانو د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو رییس تازه د دغه ولايت په مرکز کې د ښوونځيو مسوولينو ته امر کړى، چې له راتلونکي کال څخه يوازې د حنفي فقهې تدريس وکړي.
سرچينه وايي، طالبانو دا دلیل وړاندې کړی چې د دواړو فقهاوو تدريس د اختلاف لامل کېږي او دا چې د کانکور ازموينه کې له حنفي فقهې پوښتنې جوړیږي، نو دا فقه بايد تدريس شي.
څو میاشتې وړاندې په بامیان کې د طالبانو د پوهنې ریاست د دغه ولایت ښوونځیو ته چې د دواړو فقهو زده کوونکې پکې دي او د یوې فقهې پر اساس تدریس کېږي امر کړی و، چې له دغه ښوونځیو دیني کتابونه راټول کړي.
دغه رياست هغه مهال ویلي و، چې د دواړو فقهو د زده کړې لپاره به نوي کتابونه چمتو او ووېشل شي.
پخوا د بامیان په ګډون د ډیری شیعه میشتو ولایتونو په ښوونځیو کې دیني درسي کتابونه چې د جعفري فقهې پر بنسټ چمتو شوي وو، تدریس کیدل.
خو اوس طالبان په حنفي فقه ټینګار کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست حبیب الله اغا په ولایتونو کې د دې ډلې د پوهنې رییسانو ته امر کړی و، چې له کتابتونونو او تعلیمي مرکزونو څخه هغه کتابونه چې د اهل سنت او حنفي فقهې له عقایدو سره په ټکر کې وي راټول کړي او او راپور یې دې وزارت ته واستوي.
دغه راز د تېر کال په وروستیو کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ټولو پوهنتونونو او خصوصي تعلیمي موسېسو ته امر کړی و، چې د دغو تعلیمي مرکزونو کتابتونونه دې د «حنفي فقهې خلاف» کتابونو له شتون څخه پاک کړي.