اطلاعات روز: د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد له اتباعو غوښتي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
دغه وزارت تېره ورځ (جمعه، ۱۴ د مرغومي) خپلې سفري سپارښتنې او پلټنې خبرې کړې دي.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د دې هیواد اتباعو ته ویلي، چې د ناامنه امنیتي وضعیت، تروریستي بریدونو، روانو وسله والو جګړو، د تښتونې خطر، په خپل سر نیول او توقیف، د جرمونو لوړه کچه او د اوسني حاکمانو له لوري د بشري حقونو د پراخو سرغړونو له کبله افغانستان ته له هر ډول سفر کولو څخه ډډه وکړي.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت لاهم بې ثباته او خطرناک دی.
دغه وزارت په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د کاناډا د سفارت فعالیتونه درول شوي او په دغه هېواد کې قونسلګرۍ او نورې مرستې خورا محدودې دي.