اطلاعات روز: نورستان کې ځايي سرچینې خبر ورکوي چې د طالبانو د امر باالمعروف او نهې عن المنکر قانون له مخې په دې ولایت کې د ژوندیو موجوداتو پر انځور اخېستو بندیز ولګول شو.
سرچینه وايي چې دا بندیز نن (دوشنبه، ۱۷ د مرغومي) په دې ولایت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ټولو دولتي ادارو کې لګېدلی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې د دولتي ادارو مسوولینو ته سپارښتنه شوې چې تر دې وروسته دې د خپلو ناستو اړوند انځورونو پرځای د خپلو ادارو د ودانیو انځورونه خپروي.
نورستان کې د طالبانو ځايي مسوولینو هم منلې چې په دې ولایت کې د ژوندیو موجوداتو پر انځور اخېستو بندیز لګېدلی دی.
دا په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د هېواد په ختیځ ننګرهار، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو پر انځور اخېستو بندیز لګېدلی دی.