close

طالبانو په لغمان کې یو پخوانی ولسوال نیولی

اطلاعات روز: په لغمان کې ځایي سرچینې وایې چې د دې ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د طالبانو استخباراتو د تېر حکومت پر مهال یو ولسوال له مقاومت جبهې سره د تړاو په تور نیولی دی.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن (دوشنبه،۱۷ د مرغومې)ویلي چې یاد ولسوال حبیب الله نومیږي او د تېر جمهوري نظام پر مهال یې د دولت شاه او الینګار ولسوالیو کې یې د ولسوال په توګه دنده ترسره کړې ده.

سرچینه زیاتوي چې نوموړی تېره اوونۍ د طالبانو استخباراتو په مهترلام ښار کې نیولی او له ځان سره یې بیولی دی.

د هغه په خبره طالبانو یاد ولسوال د مقاومت جبهې سره د اړېکو په تور نیولی. 

تر دې څو میاشتې وړاندې هم طالبانو په دولت شاه ولسوالۍ کې د محلي پولیسو یو قومندان او یو بل پولیس له مقاومت جبهې سره د اړېکو په تور نیولي وو او لا تراوسه بندیان دي.