close

بغلان کې پر دوو دیني عالمانو برید؛ داعش د برید پړه ومنله

اطلاعات روز: د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې پر دوو دیني عالمانو د وسله والو کسانو په برید کې یو دیني عالم وژل شوی او بل ټپي شوی دی. د دغه برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

په بغلان کې د طالبانو سيمه ييز چارواکو دغه بريد تاييد کړى او ويلي يې دي، چې پر يادو دوو عالمانو پرون ماښام (سې شنبه، ۱۸ د مرغومي) هغه مهال بريد شوى، چې يوې میلمستیا ته روان وو.

ځايي سرچينې دغه دوه کسان د مولوي عبدالرزاق او مولوي حمدالله په نومونو يادوي او وايي چې له جومات څخه تر وتلو وروسته پرې بريد شوى دى.

د معلوماتو له مخې په دغه بریدکې عبدالرزاق وژل شوی او حمدالله سخت ټپي شوی دی.  مولوي حمدالله د مرکزي بغلان ولسوالۍ د جومات امام دی.

د داعش خراسان څانګې پورې په یوې تړلې اعلامیه کې راغلي چې د دغې ډلې غړو د خواجه خان په کلي کې د طالبانو پر دوو غړو ډزې کړي چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی او بل ټپي دی.

د تېرې لیندۍ مياشتې په لومړۍ نېټه هم وسله والو کسانو د بغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ په زاړه ښار کې د صوفیانو پر يوه عبادتځاى بريد وکړ او لس تنه يې ووژل.

د دغه برید مسوولیت هم داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.