close

طالبان: امریکا موږ ته یوه پیسه هم نه ده راکړې

اطلاعات روز: د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت له دې ډلې سره د امریکا د مرستې وعده ناسمه بللې ده.

ده په یوه اعلامیه کې چې نن (چهارشنبه، ۱۹ د مرغومي) خپره شوې، ادعا کړې چې «حقیقت دادی چې امریکا نه یوازې اسلامي امارت ته یوه روپي نه ده ورکړې، بلکې د دې په مقابل کې یې د افغانستان د خلګو میلیاردونه ډالر غصب او کنګل کړي دي».

فطرت لیکلي چې طالبان نه له امریکا د مرستې هیله لري او نه یې هم کله غوښتنه ترې کړې.

ده ویلي چې متحده ایالاتو کومې پیسې یادې کړې دي، د متحده ایالاتو هغه لګښتونه دي چې تر ډېره پر تخلیې او له افغانستان د امریکایي ځواکونو پر وتلو او یا هم د افغانستان د هغو وګړو پر بیا مېشتولو لګېدلي دي چې له دوی سره یو ځای له افغانستانه تښتېدلي.

ده ویلي چې د امریکا یو څه پیسې د بشرپالو مرستو په نوم د نړیوالو سازمانونو له لوري لګول شوې دي.

د طالبانو دې ویاند ویلي: «که په دقت سره شننه وشي، متحده ایالاتو دا ټولې پیسې د افغانستان په نوم خپلو اهدافو ته د رسیدنې په موخه لګولې دي او هڅه کوي چې د اسلامي امارت پر ضد یې د تبلیغ لپاره وکاروي.»

په دې وروستیو کې د امریکا د استازو د جرګې یوه غړي د دې هیواد منتخب ولسمشر ته په یوه لیک کې له طالبانو سره د مرستو د قطع کېدو غوښتنه کړې ده. دا په داسې حال کې چې د امریکا دولت هم له طالبانو سره مستقیمې مرستې ردوي.

ټرمپ په خپله هم یوه خبري کانفرانس کې ادعا کړې چې امریکا په افغانستان کې طالبانو ته «میلیاردونه» ډالر لېږلي او د ده په وینا هیڅ باور نشي کېدلای [چې داسې دې شوي وي].

«له طالبانو سره د مرستو د قطع کېدو» په تړاو له ډونالډ ټرمپ څخه د امریکا د استازو د مجلس د یوه غړي تر غوښتنې وروسته د نړۍ تر ټولو شتمن کس او د ټرمپ یوه متحد ایلان ماسک پوښتلي چې «ایا موږ په رښتیا هم د متحده ایالاتو د مالیه ورکوونکو پیسې طالبانو ته لېږو؟»

د امریکا د استازو د مجلس غړی ټیم بورچت چې ډونالډ ټرمپ ته یې لیک لیکلی دی، پر ایکس یې د ایلان ماسک پوښتنې ته په ځواب کې لیکلي چې «د راتلونکي ترهګریز برید لګښت به په سل فیصده د امریکایي مالیه ورکوونکو له خوا ورکول کېږي».

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار ویلي چې د ۲۰۲۱ په اګست کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته له افغانستان او افغان پناه غوښتونکو سره ټولټال ۲۱.۰۶ میلیارد ډالره مرسته شوې او یا دې هیواد ته سپارل شوې ده.

د سیګار له راپور سره سم، په دې بودجه کې هغه ۳.۳۳ میلیارد ډالر هم شامل دي چې متحده ایالاتو له افغانستان سره د مرستې لپاره د بشري او پرمختیایي مرستو په توګه ورکړي دي.

همدا راز ۳.۵۰ میلیارد نور ډالر د افغانستان د مرکزي بانک پانګه ده چې پر هیواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په امریکا کې کنګل شوي او متحده ایالاتو هغه په سویس کې یوه ځانګړي صندوق ته انتقال کړي دي.

د سیګار په راپور کې ویل شوي چې د امریکا له ۲۱.۰۶ میلیارد ډالرو څخه ۸.۷۰ میلیارد ډالر د هغو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره چې په متحده ایالاتو کې مېشت کېږي د متحدانو د هرکلي په نوم عملیاتو کې لګول شوي دي. همدا راز د امریکا دفاع وزارت ۵.۳۶ میلیارد نور ډالر په بهر کې د امریکا له متحدینو سره د نورو مرستو لپاره ځانګړي کړي دي.

سیګار همدا راز په خپل یوه بل راپور کې ویلي چې دې بنسټ موندلې چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو اجرایوي شریکانو لږ تر لږه ۱۰.۹ میلیون ډالر طالبانو ته ورکړي دي. دا بودجه د امریکا د ۳۸ شریکانو له لوري د طالبانو حکومت ته د مالیاتو، لګښتونو، ګمرکي عوارضو او د اوبو او برق د لګښت په توګه ادا شوې ده.