close

ننګرهار کې د هدیرې پر سر شخړه؛ د طالبانو په هوایي ډزو ۱۰ کسان ټپیان شوي

اطلاعات روز: په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې طالبانو د هدیرې پر سر د شخړه کوونکو د خورولو په موخه هوایي ډزې کړي، چې پرمهال یې لس کسان ټپيان شوي دي.

یو عیني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دغه پېښه تېره ورځ (سې شنبه، ۱۸ د مرغومي) ناوخته د مومندرې ولسوالۍ اړوند «باسول» سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي پېښه داسې مهال شوې چې د شینوارو قوم یوې کورنۍ غوښتل خپل مړی د مومندرې ولسوالۍ په «باسول» سیمه کې په یوه هدیره کې ښخ کړي، خو ځایي خلکو یې مخالفت کړی او بیا د دواړو خواوو ترمنځ شخړه رامنځته شوې چې په دې منځ کې طالبانو د شخړې د خلاصون په موخه هوایي ډزې کړي چې پرمهال یې لس کسان ټپيان شوي دي.

موږ هڅه وکړه په دې اړه د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره یې د نظر په اخیستلو بریالي نشوو.

له دې نږدې یو کال وړاندې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې هم د دوو قومونو ترمنځ د خپلمنځي شخړې پرمهال طالبانو په هوایي ډزو کې څلور کسان ټپیان کړي وو.