اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د لښکرګاه ښار اړوند «مختار» سیمه کې د یو کس جسد موندل شوی دی.
د راپور له مخې، دا کس «ګل خان» نومېده، د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی و او څو ورځې وړاندې نادرکه شوی و.
نوموړی کندهار کې د ټکسي چلوونکی و.
د سیمې خلکو وایي چې جسد نن (یکشنبه، ۲۳ د مرغومي) د مختار سیمې خلکو موندلی او بُست ولایتي روغتون ته یې انتقال کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د هېواد دننه د جنایي پېښو شمېر په بېسارې توګه زیات شوی او خلک طالبان په دې تورنوي چې د امنیت په تامین کې پاتې راغلي دي.