اطلاعات روز: په اسلام اباد کې «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو» په کانفرانس کې د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د هیوادونو له مشرانو او د اسلامي سازمانونو له مشرانو غوښتي چې طالبانو ته مشروعیت ورنه کړي.
اغلې یوسفزۍ چې نن (یکشنبه، ۲۳ د مرغومي) په دې کانفرانس کې خبرې کولې، ورسره هممهاله یې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر بندیز هم خبرې وکړي.
دې وویل چې طالبان د افغانستان د ښځو او نجونو پر خلاف خپل «جنایتونه» «په دیني او کلتوري لحاظ توجیه» کوي او په ساده ټکو «ښځې ورته انسان نه ښکاري».
ملالې یوسفزۍ مسلمانو مشرانو ته په خطاب کې وویل: «د مسلمانو رهبرانو په توګه اوس د دې وخت دی چې خپل غږ پورته کړئ او له خپله ځواکه استفاده وکړئ. تاسو کولای شئ چې خپله واقعي رهبري وښیاست. تاسو کولای شئ چې واقعي اسلام وښیاست.»
«په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده کړې؛ ننګونې او فرصتونه» دوه ورځنی کانفرانس د پاکستان په کوربتوب د مسلمانانو د نړیوالې اتحادیې او د اسلامي همکارۍ د سازمان په ملاتړ جوړ شوی و.
د پاکستان د پوهنې وزیر خالد مقبول پرون د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې طالبان دې کانفرانس ته بلل شوي وو، خو د دې ډلې هیڅ غړي ګډون ونه کړ.
طالبانو تر اوسه په دې کانفرانس کې د خپل نه ګډون په اړه څه نه دې ویلي.
طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د هغوی حقونه او بنسټیزې ازادۍ یې په پراخه توګه محدودې کړې دي.