اطلاعات روز: نيمروز کې یو شمیر محصلین وايي، په دې ولايت کې د طالبانو امربالمعروف او نهی المنکر رياست د پوهنتون محصلینو ته په پرله پسې ډول خبرداری ورکړی، چې د فراغت غونډې دې هغه ډول نه نمانځي څه ډول چې په تېر کې نمانځل شوي دي.
په دې ولايت کې د دولتي لوړو زده کړو موسېسې څخه تازه فارغ شوي محصلين وايي، دوی ته ويل شوي چې فارغ محصلین د یو بل پر جامو د مبارکۍ د لاسلیکونو حق نه لري او دا چاره یې «حرامه» ګڼلې ده.
اغاجان چې له همدې موسېسې څخه تازه فارغ شوی، وايي چې په تيرو کلونو کې محصلینو د فراغت غونډو پرمهال هر ډول خوښۍ کولې، خو په وینا یې چې اوس ورته طالبان اجازه نه ورکوي چې پر خپلو جامو یادګاري لاسلیکونه واخلي او همدارنګه د یو بل په غاړو کې ګلان واچوي.
نوموړي وویل: «پخوا به زموږ هغه ملګري چې د پوهنتون څخه به فارغه کيدل پر جامو به يې د خپلو دوستانو لاسليکونه اخيستل، د دې لپاره چې يو يادګار پاتې شي او په خپل کور کې د فراغت جامې د ډير وخت لپاره وساتي، خو موږ ته خبر راکول شوی چې پر جامو به لاسليکونه نه کوئ ځکه دغه حرام کار دی او د ګلانو د راوړلو څخه ډډه وکړئ.»
د نیمروز د لوړو زده کړو موسېسې څخه يو شمير نور فارغ شوي محصلين هم د شته محدوديتونو څخه د شکايت په کولو سره وايي، چې د طالبانو امربالمعروف رياست د محدوديتونو له کبله نه غواړي په داسې فراغت غونډو کې ګډون وکړي چې دوی ته پکې د خوشالۍ کولو اجازه نه ورکول کېږي.
د دې موسېسې څخه یو تن فارغ ځوان امید احمد په دې اړه وویل: «کله چې په ټولګي کې زموږ اخري ورځې وې د امربالمعروف کسان راغلل او موږ ته يې ټول محدوديتونه واضح کړل او ویې ويل چې پر جامو د لاسليک کولو اجازه نه لرئ، ګلان به پوهنتون ته نه راوړئ، د پټاکيو ډزې به نه کوئ، زما هم پلان دغه دی چې د دغه محدوديتونو له امله خپل فراغت غونډې ته ورنه شم او پر خپل کور پاتې شم ځکه داسې غونډه چې زما د فراغت وي په هيڅ ډول يې نمانځل نشم کولای هلته بیا ګډون کول هم هيڅ معنا نه لري.»
دغه راز نیمروز کې د طالبانو امربالمعروف د دې ولايت ټولو دولتي او خصوصي ښوونځيو ته هم خبر ورکړی، چې د دوی له خوا لګول شویو محدودیتونو ته دې پام وکړي.
نيمروز کې د طالبانو د امربالمعروف رياست بیا د دغو ادعاوو په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د کابل په ګډون ګڼ شمیر ولایتونو کې د محصلینو د فراغت غونډو پرمهال یو شمیر محدودیتونه لګولي او ترڅنګ یې د فراغت د جامو یو نوی ډول هم وړاندې کړی، چې محصلین یې باید د فراغت غونډو پرمهال واغوندي.