اطلاعات روز: د افغانستان د اسعارو مرکزي بازار شهزاده سرای کې یوه سرچینه وايي، چې د اسعارو نرخ کې د بدلونونو وروسته، طالبانو په دې بازار کې د اسعارو ځینې لاس پلورونکي یا دست فروشان وهلي ډبولي او درې صرافان یې نیولي دي.
د سرچینې په وینا، د طالبانو استخباراتو او پولیسو، د شهزاده سرای د ساتونکو سره یوځای، تېره ورځ (شنبه، ۲۳ د مرغومي) ماسپښین د بولۍ له بازار څخه لاس پلورونکي په تاوتریخوالي سره له دغه ځایه شړلي دي.
د هغه په وینا، د طالبانو استخباراتو د بولۍ له بازار څخه شپږ صرافان ونیول، چې درې یې لاهم په بند کې دي.
سرچینې د یادو دریو کسانو نومونه جانباز خان، وحید خوستی او امان الله یاد کړل او ویې ویل چې دوی له پرون راهیسې په بند کې دي.
د سرچینې په وینا، د طالبانو استخباراتو د بولی په ځای کې کېمرې نصب کړې، ترڅو د لاس پلورونکو فعالیتونه وڅاري.
د طالبانو تر واک لاندې مرکزي بانک څه موده وړاندې د بهرنیو اسعارو په بازارونو کې پر بولۍ بندیز لګولی و، خو د سرچینې په وینا، د بندیز له لګولو یوه میاشت وروسته بیاځل بولۍ ته اجازه ورکړل شوه او تر پرون پورې یې په عادي ډول دوام درلود.
په تېره یوه اونۍ کې، د افغانیو پر وړاندې د امریکایي ډالر بیه لوړه شوې ده.
پررون د یو امریکایي ډالر ارزښت ۷۴ افغانیو ته رسیدلی و.
په شهزاده سرای کې یوې سرچینې نن سهار وویل، چې د ډالر د پلور نرخ ۷۳.۸۵ او د پیرلو نرخ ۷۳.۹۵ افغانۍ دی.
یوه اونۍ وړاندې د یو ډالر ارزښت ۷۰ افغانۍ و.