close

د احصایې اداره: تر اوسه تر ۱۵ میلیونه زیاتو وګړو ته پیژندپاڼې وېشل شوې دي

اطلاعات روز: د طالبانو تر مدیریت لاندې د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د پېژندپاڼو د وېش د پیل له وخته بیا تر اوسه څه باندې ۱۵ میلیونه او ۱۸ زره وګړو دا پېژندپاڼې ترلاسه کړې دي.

د دې ادارې په وینا، په ترلاسه کوونکو کې نهه میلیونه او ۶۷ زره نارینه او پنځه میلیونه او ۹۵۲ زره ښځې دي.

د احصایې او معلوماتو د ادارې په خبرپاڼه کې چې نن (دوشنبه، ۲۴ د مرغومي) خپره شوې، راغلي چې ډیرې توزیع شوې پېژندپاڼې په کابل، هرات، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې په ترتیب سره وېشل شوې دي.

د دې ادارې په وینا، یوازې په کابل کې شپږ میلیونه او ۲۲۵ زره تنو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د احصایې او معلوماتو ادارې زیاته کړې چې له ټولو وېشل شویو پېژندپاڼو څخه نږدې نهه میلیون پېژندپاڼې د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته وېشل شوې دي.

د دې ادارې په وینا، اوسمهال د کابل په ګډون د برېښنایي پېژندپاڼو ۷۳ مرکزونه، اسان خدمت او هیواد کې دننه یو ګرځنده ټیم فعال او همدا راز په متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت یو مرکز فعالیت کوي.

د دې پېژندپاڼو د ویش بهیر د ۱۳۹۷ کال په غویي میاشته کې پیل شوی و.

تېر جمهوریت کې د دې بهیر د پیل پرمهال د ملیت په توګه د «افغان» لفظ او د قومونو د نوملړ لیکنې په تړاو بحثونه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش په بهیر کې جنجالي موضوعات وو.

اوسمهال د پاسپورټ په څېر برېښنایي پېژندپاڼې هم د افغانستان د پخواني حکومت په لوګو سره چاپ او وېشل کېږي.