close

د ډالرو د بیو لوړوالی؛  یو ډالر ۷۷ افغانۍ شو

اطلاعات روز: د افغانۍ پر وړاندې د امریکایي ډالر ارزښت مخ په لوړېدو دی او دا مهال د یو امریکایي ډالر ارزښت له ۷۷ افغانیو پورته شوی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې مرکزي بانک نن (شنبه، ۶ د سلواغې) په خپله ویب پاڼه د تازه معلوماتو په خپرولو سره د یو ډالر د پیرلو نرخ ۷۷.۰۲۵۰ افغانۍ او د پلور نرخ ۷۷.۲۲۵۰ افغانۍ اعلان کړی دی.

په شهزاده سرای کې یو صراف اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په دې بازار کې بولۍ منع شوې او په دوکانونو کې یو ډالر په ۷۷ افغانۍ پیرل او ۷۷.۱ افغانۍ پلورل کېږي.

په ټولنیزو رسنیو کې د امریکایي ډالر ارزښت له ۷۸ افغانیو څخه زیات اعلان شوی دی.

د ډالر نرخ داسې مهال پورته شوی، چې مرکزې بانک اعلان کړی و، چې نن ۲۰ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي.

په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې د ډالر بیه لوړه شوې ده.

د تېرې مرغومي میاشتې په پیل کې د یو ډالر بیه ۷۰ افغانۍ وه، خو د دې میاشتې له نیمایي وروسته یې په بیه کې لوړوالی راغلی دی.

د افغانۍ ارزښت داسې مهال په ټیټیدو دی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د امریکا د دوامداره مرستو برخلیک روښانه نه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې هیواد ټولې بهرنۍ مرستې ځنډولې دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) د معلوماتو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې افغانستان ته ۲.۹ ملیارده ډالر نغد ډالر داخل شوي دي.