close

نامعلومې وژنې؛ کندهار کې د یو ځوان جسد موندل شوی

اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د ارغنداب ولسوالۍ د «برات کلاچه» سیمه کې د یو وژل شوي ځوان جسد موندل شوی دی.

د راپور له مخې، دا جسد تیره شپه (جمعه، ۵ د مرغومي) موندل شوی او د وژنې علت او هویت لا تر اوسه نه دي څرګند شوي.

د سیمې خلکو ویلي چې د وژل شوي کس جسد یې میرویس روغتون ته انتقال کړی دی.

د یادې پیښې په اړه تر اوسه طالب چارواکو څه نه دی ویلي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د جنایي پېښو کچه لوړه شوې او خلک د امنیت په تامین کې د طالب چارواکو پر ناکامۍ نیوکه کوي.