اطلاعات روز: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو طالبانو ته په افغانستان کې د امریکایي اتباعو د یرغمل نیولو په اړه خبرداری ورکړی دی.
هغه نن سهار (یکشنبه، ۷ د سلواغې) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې هغه اوریدلي چې د خپرو شویو راپورونو په پرتله طالبانو ډېر امریکايي وګړي یرغمل نیولي او که دا رښتیا وي «نو موږ به سمدلاسه د دوی د لوړ پوړو مشرانو په سر ډېره لویه جایزه ولګوو، ښایي دغه جایزه ان له هغې جایزې څخه هم لویه وي چې موږ د بن لادن په سر ټاکلې وه».
طالبانو په دې وروستیو کې دوه امریکایي اتباع د خپل یوه غړي په بدل کې تبادله کړي دي. دا تبادله د بایډن ادارې په وروستیو ورځو کې وشوه.
وال سټریټ ژورنال په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې متحده ایالاتو او طالبانو په افغانستان کې د دریو بندیانو په بدل کې د القاعده د یو پخواني غړي د تبادلې په اړه بحث کړی دی.
تر دې وړاندې راپور ورکړل شوی و چې جورج ګلیزمن، رایان کوربت او محمود حبیبي، درې امریکایي اتباع د طالبانو په بند کې دي.
په وروستۍ تبادله کې رایان کوربت او ویلیم مک کېنټي د طالبانو له بند څخه د خان محمد، چې د ډلې یو غړی دی، په بدل کې خوشې شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو له مخې، داسې ښکاري چې د راپورونو په پرتله ډیر امریکایي اتباع د طالبانو لخوا نیول شوي دي.