اطلاعات روز: له خوست وروسته د ننګرهار په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې ډاکټرانو او د ځينو خصوصي روغتونونو مسوولینو پرېکړه کړې، چې له ټولو ښوونکو او دغه راز له تقاعد شویو مامورینو به د درملنې پرمهال هېڅ فيس نهاخلي.
په دغه ولایت د «سپین غر» خصوصي روغتون په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د درملنې په موخه د ټولو ښوونکو او پخوانیو تقاعد شویو مامورینو څخه فیس اخیستل معاف دي.
دغه روغتون زیاته کړې: «له نن څخه وروسته روغتون ته راتلونکي د دولتي او خصوصي ښوونځیو ښوونکي او تقاعد شویو مامورینو څخه د ډاکټر د کتنې(OPD) فیس نه اخېستل کېږي، ټول درانه ښوونکي او تقاعد شوي مامورین د هویت کارتونو په درلودلو سره کولای شي له دې زرین چانس څخه غوره استفاده وکړي.»
په همدې حال د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې هم ډاکټرانو ښوونکو ته د فیس د وړیا کېدو اعلان کړی دی.
په بټي کوټ ولسوالۍ کې د روغتیا برخې لپاره د طالبانو مسول ډاکټر سید افندي پاچا وایي، چې ډاکټرانو په دغه ولسوالۍ کې ښوونکو ته فیس معاف کړی او دغه راز د معارف له کارکوونکو سره د درملو او معایناتو په برخه کې یې د تخفیف ژمنه هم کړې.
پاچا زیاتوي: «په بټي کوټ ولسوالۍ کې ډاکټرانو پرېکړه کړې چې نور به له ښوونکو فیس نه اخلو ځکه د دوی معاشونه کم او کورنۍ اړتیاوې یې ډیرې دي، دغه راز ډاکټرانو د درملو په برخه کې هم د ځانګړي تخفیف ژمنه کړې، دا کار ښوونکو ته د درناوي په موخه شوی دی.»
د نوموړي په خبره هڅې یې پيل کړي چې ښوونکو ته د درملنې نورو برخو کې هم د وړيا خدماتو زمينه برابره کړي.
په همدې حال کې په چپرهار، خوږیاڼو، کامې، بهسود او ځینو نورو ولسوالیو کې هم ډاکټرانو ورته اقدام کړی، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې تود هر کلی شوی.
په بهسودو ولسوالۍ کې یو ډاکټر شمس الحق درمل وايي، دا پرېکړه یې له دې امله کړې چې له يوې خوا د ښوونکو لاسنيوی وشي او له بل اړخه ټولنه کې د دوی د خدمتونو درناوی دی.
درمل زیاتوي: «ښوونکي پر مونږ زیات حقونه لري نو په کار ده چې حق یې ادا شي، که په ټولنه کې په هره درجه کس وي نو لارښود یې ښوونکی دی، مونږ د دوی درناوی کوو او لا به د دوی لاسنیوی وکړو زما په نورو ډاکټرانو هم دا غږ دی چې ښوونکو ته فیس معاف کړي او همکاري دي وکړي.»
په همدې حال کې ښوونکي هم دوی ته د ډاکټرانو له لوري د فیس معاف کېدل غوره اقدام بولي او له حکومت غوښتنه کوي چې د دوی لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
د ننګرهار یو ښوونکی رفیع الله وایي اوسني معاشونه او امتیازات یې په دومره کچه نه دي چې د دوی د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي، نو لازمه ده چې د ښوونکو د ژوند ښه کېدو لپاره لا ډېرې هڅې وشي.
رفیع الله وویل: «د یو ښوونکي شپږ یا اته زره افغانۍ به د کورنۍ لپاره څومره بسنه وکړي، ځکه هر ښوونکی اولادونه لري او د ژوند اړتیاوې یې ډیرې دي، نو که د ښوونکو لپاره د ورځنیو اړتیاوو په نورو برخو کې هم دا ډول وړیا خدمات برابر شي ډیر به ښه وي.»
نوموړی د فیس ترڅنګ په معایناتو او درملو کې له ډاکټرانو غوښتنه کوي، چې اضافي درمل او هغه معاینات چې اړين نه وي، پرې نه دې کوي.
بلخوا په خواله رسنیو کې د ډاکټرانو له له لوري له ښوونکو د درملنې فیس نهاخېستو پريکړې تود هرکلی شوی او په خبره یې دا ډول پرېکړې به د هغوی اقتصادي وضعيت کې ګټور تمام شي.
د یادونې وړ ده چې د ډاکټرانو له لوري له ښوونکو د درملنې فیس نهاخېستو پريکړه لومړی په خوست کې وشوه او داسې معلومیږي چې د هیواد په نور ولایتونو کې هم له دې پرېکړو په الهام اخیستو ورته اقدامات وشي.