اطلاعات روز: څرنګه چې له افغانستان سره د مرستو د کمیدو وړاندوینه کېږي، په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی، چې ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو شمېر ۳.۵ میلیونو ته ورسیږي.
دې دفتر نن (سې شنبه، ۹ د سلواغې) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې تیرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د پنځو کلونو څخه کم عمره درې میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ رنځیدلي دي.
اوچا د مرستې راټولولو د غوښتنې ترڅنګ ویلي، چې د مرسته کوونکو ملاتړ د دې لامل کېږي، چې په افغانستان کې ماشومان او میندې هغه ورځني مغذي مواد ترلاسه کړي چې دوی د روغتیایي رژیم لپاره ورته اړتیا لري.
په افغانستان کې د خوارځواکۍ په اړه د ملګرو ملتونو د ادارو شمیرې سره توپیر لري.
تېر کال د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و، چې په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه ماشومان، نوي زیږیدلي ماشومان او شیدې ورکوونکې میندې په خوارځواکۍ اخته دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم خبرداری ورکړی و، چې په ۲۰۲۴ کال کې به ۲.۹ میلیونه ماشومان شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي.
په هیواد کې فقر او لوږه د پراخې خوارځواکۍ لامل شوې، په تېره بیا د ماشومانو او میرمنو په منځ کې ورځ تر بلې په پراخیدو ده.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اړچا) وايي، چې ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري. د مرستو رسولو لپاره ۲.۲۴ ملیارده ډالرو بودیجې ته اړتیا ده.
اوچا په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د خلکو سره د مرستې لپاره د ۳.۰۶ ملیارد ډالرو بودیجې غوښتنه کړې وه؛ خو د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو له مخې د دې بودیجې شاوخوا ۴۰ سلنه برابره شوې وه.
په تیرو دریو کلونو کې متحده ایالات د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره تر ټولو لوی ملاتړ کوونکی و. خو د ډونالډ ټرمپ تر راتګ وروسته د امریکا بهرنۍ مرستې بندې شوې دي.