اطلاعات روز: له هلمند څخه ځایي سرچینې وايي چې د دې ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې د نشیي توکو پر خلاف د طالبانو عملیات د خلګو له غبرګون سره مخ شوي دي او هغوی یې پر خلاف لاریون کړی دی.
د ځایي سرچینو په وینا، طالبانو نن (سېشنبه، ۹ د سلواغې) د هلمند په بهرامچې ولسوالۍ کې د نشیي توکو یو شمېر کارخانې تړلې او د تاریاکو د خرید او فروش د بندولو هڅه یې وکړه.
د سرچینو له مخې، د طالبانو دا اقدام د سیمهییزو قاچاقبرانو او اوسېدونکو له سخت مخالفت سره مخ شوی.
د سیمې خلکو د دې فرمان پر ضد پراخ لاریون کړی او له طالبانو یې وغوښتل چې د دوی کاروبار ته خنډ نه جوړوي.
په یوه ویډیو کې چې اطلاعات روز تر لاسه کړې، یو سیمهییز کس لاریونوالو ته وايي چې چې د دې «مال» پر سر له «دوی ټیکس او محصول اخیستل شوی دی او که د دوی مالونو ته اور اچول کېږي، دوی دې هم ورسره وسوځوي.»
د بهرامچې ولسوالۍ یوه مظاهره کوونکي د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې دوی د تاریاکو د قاچاق او کاروبار په بدل کې طالبانو ته عشر او مالیه ورکړې او په تېرو کلونو کې یې د دې ډلې مالي ملاتړ کړی دی.
د لاریون کوونکو په وینا، د طالبانو دا پرېکړه د دوی د ژوند او اقتصادي سرچینو د له منځه وړلو هڅه ده.
هغوی طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که د دوی د کاروبار مخه ونیسي یا توکي یې له منځه یوسي، نو دا پرېکړه به د طالبانو لپاره په لوړه بیه تمامه شي.
سرچینې زیاتوي چې د طالبانو د نشهيي توکو ضد مسوولین د بهرامچې سیمې ته تللي وو ترڅو عملیات ترسره کړي، خو د خلکو د سخت غبرګون او لاریونونو له امله یې عملیات وځنډول.
په هلمند کې د طالبانو چارواکو لا تر اوسه په بهرامچه کې د ترسره شوي لاریون په تړاو څه نه دې ویلي.
د نشیي توکو پر خلاف د طالبانو د مشر هیبت الله د وروستي فرمان په تعقیب د هلمند لپاره د طالبانو امنیې قومندان د سلواغې پر اوومه خپلو ټولو کسانو ته امر کړی و چې د نشیي توکو د کرنې، قاچاق او کاروبار مخه ونیسي.
د طالبانو مشر د ۱۴۰۱ لمریز کال په حمل میاشت کې چې د ۲۰۲۲ میلادي کال له اپریل سره برابرېږي، د یوه فرمان په ورکړې سره د نشيي توکو پر کرکیلې، تولید، قاچاق او استفادې بندیز ولګاوه.
طالبان له هغه وخته بیا تر اوسه ادعا کوي چې په افغانستان کې د تاریاکو کښت صفر ته رسېدلی دی، خو دا ادعاوې له شک سره مخ دي.
له نشيي توکو او جرم سره د ملګرو ملتونو د دفتر راپور چې د تېر کال په نومبر میاشت کې خپور شو، وویل چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال په افغانستان کې د تاریاکو کښت د تېر کال په پرتله ۱۹ سلنه زیات شوی دی.
د دې دفتر په وینا، د ۲۰۲۴ کال پر مهال په افغانستان کې د تاریاکو د تولید کچه د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه او ارزښت یې ۱۳۰ سلنه زیات شوی دی.