close

ننګرهار کې «ناپيژانده وسله والو» دوه ورونه په ډزو وژلي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې «ناپيژنده وسله والو» دوه ورونه چې ترکارۍ پلورونکي وو، په ډزو وژلي دي.

د سیمې یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل، چې دغه پېښه وړمه ورځ (دوشنبه،  ۸ د سلواغې) د سره رود ولسوالۍ اړوند «سلطانپور» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې په خبره دغو ورونو د ترکارۍ کاروبار کاوه او غوښتل یې په یو زرنج کې جلال‌اباد ښار ته ترکاري یوسي چې د ناڅرګندو وسله‌والو تر برید لاندې راغلې او په ډزو یې وژلي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دغه پېښه کې د هغوی زرنج رېکشې هم اور اخیستی، چې له امله یې د دواړو قربانیانو جسدونه هم تر یوې کچې سوزیدلي دي.

په سیمه کې یوې بلې سرچینې بیا د یاد پېښې لامل شخصي دښمني بولي او زیاتوي، چې د یادو دوه ورونو له ډلې یې یوه هغه داسې ښځه په نکاح کړې وه چې له دې وړاندې یې کورنۍ بل چاته په نکاح ورکړې وه.

بلخوا په ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند طایب حماد هم یاده پېښه تاییدوي او وایي چې دغه دواړه ورونه د شخصي دښمنۍ له کبله وژل شوي او په دې اړه یې د پلټنو خبر ورکړی دی.

بلخوا تازه په خوست ولایت کې «ناپيژنده وسله والو» د یوې کورنۍ لس غړي په ډزو وژلي دي.

طالب چارواکي وایي، یاده پېښه د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته شوې چې پکې درې ښځې او ماشومان هم شامل دي.