اطلاعات روز: خوست کې د طالبانو ځایي چارواکي خبر ورکوي، چې د دې ولایت په علیشیرو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د لسو غړو د وژل کیدو په تور دوه «شکمن» کسان نیول شوي دي.
په دې ولایت کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، دا دوه کسان چې «تر ډیره شک پرې کیده» نن سهار (چهارشنبه، ۱۰ د سلواغې) د طالب ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
د ګربز په وینا، له شکمنو کسانو څېړنې روانې دي او وروسته به د طالبانو عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
هغه د شکمنو کسانو او د تېرې شپې د ډله ییزې وژنې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
تېره شپه شاوخوا ۹:۰۰ بجې، وسله والو کسانو د علیشیرو ولسوالۍ اړوند «ابوخانه» سیمه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۰ غړي په ډزو ووژل.
د دې وژنې انګېزه لا تر اوسه روښانه نه ده او نه هم د قربانیانو په اړه جزیات په ډاګه شوي.
په تیرو دریو کلونو کې د پټو وژنو ګڼ شمیر راپورونه ورکړل شوي دي، چې د ډیرو لامل «نامعلوم وسله وال» ښودل شوي دي.
دغه راز تېره دوشنبه هم د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې دوه ورونه د وسله والو کسانو له لوري وژل شوي دي.
په ننګرهار کې ځايي طالب چارواکو دا وژنه شخصي دښمني بللې ده.