اطلاعات روز: په پاکستان کې د کډوالو له منځه ځیني سرچینې وايي چې د دې هیواد پولیسو د افغان کډوالو د نیولو په لړ کې یو ځل بیا ځيني ښځې او ماشومان نیولي دي.
د دې سرچینو په وینا، دا کډوال نن (جمعه، ۱۲ د سلواغې) د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد په «بهارکو» سیمه کې نیول شوي دي.
هغه ویډیوګانې چې اطلاعات روز ورځپاڼې ته لېږل شوې دي، پکې لیدل کېږي چې یو شمېر ښځې له وړو ماشومانو سره یو ځای نیول شوې دي.
یو غږیز پیغام چې اطلاعات روز ته استول شوی، یوه ښځه پکې وایي چې له خپلو دوو وړو ماشومانو سره نیول شوې ده.
پرون هم په پاکستان کې مېشتو افغان پناه غوښتونکو راپور ورکړی و چې په اسلام اباد کې پولیسو یو شمېر ښځې او ماشومان نیولي دي.
دوی وایي چې د پاکستان پولیسو نیول شوي پناه غوښتونکي «حاجي کمپ» ته انتقال کړي او له هغه ځایه افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د روان میلادي کال پر مهال د پاکستان پولیسو له اسلام اباد ښاره د افغان کډوالو شړل ګړندي کړي.
دا نیونې تر هغه وروسته پیل شوې دي چې د پاکستان پولیسو ادعا وکړه چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر میاشتې پر مهال یې د دې هیواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان په ملاتړ شویو لاریونونو کې افغان کډوال نیولي دي.
تر دې وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل چې د افغانستان هیڅ وګړی نشي کولای چې د «نه اعتراض لیک» له وړاندې کولو پرته په اسلام اباد کې واوسي.
د بښنې نړیوال سازمان د افغان پناه غوښتونکو نیول غندلي او غوښتنه یې کړې ده چې د «نه اعتراض لیک» سیاست دې ژر تر ژر لغو شي.
بل پلو، په ننګرهار کې د طالبانو سیمهییز چارواکي وایي چې تېره ورځ ورته په تورخم کې هغه ۶۰ افغانان سپارل شوي دي چې د قانوني اسنادو نه لرلو له وجې په پاکستان کې نیول شوي وو او تر ۲۷ ورځني زندان وروسته خوشي کړل شوي او بیرته هیواد ته ستانه کړل شول.