اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې یوې ښځې ځان وژنه کړې.
د سیمې یو اوسېدونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې دا پېښه نن (جمعه، ۱۱ د سلواغې) د ژړۍ ولسوالۍ اړوند «سنځري» سیمه کې د «دلوړو دوکانونو» خواته رامنځته شوې.
نوموړي زیاته کړې چې یاده نجلۍ شپږ میاشتې وړاندې واده شوې وه او د خپل خاوند په کور کې یې ځان وژنه کړې.
د سرچینې په وینا، د پېښې کره لامل تر اوسه نه دی روښانه، خو ګومان کېږي چې پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله شوې.
د پیښې په اړه تر اوسه طالب چارواکو څه نه دې ویلي.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي چې لاملونه یې په بدو او کم عمر کې د نجونو ودول، کورنی تاوتریخوالی او اقتصادي ستونزې بلل کېږي.