اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو پرمهال دوه ماشومانو خپل ژوند بایللی دی.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند سید طیب حماد وایي، چې تېره ورځ (شنبه، ۱۳ د سلواغې) د نهمې امنیتي حوزې اړوند د تورخم- جلال اباد پر لویه لار د ثمرخېلو سیمه کې یو پریمو ډوله موټر یو ماشوم له سړکه د اوښتو پرمهال وهلی او مړ شوی دی.
د هغه په خبره دغه راز د خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوې هندۍ ریکشې یو بل ماشوم وهلی چې د ژورو ټپيونو له کبله یې روغتون ته پر لاره ساه ورکړې.
نوموړی زیاتوي طالب سرتیرو د دواړو پېښو پرمهال د موټر او ریکشا چلوونکي نیولي او دا مهال په امنیې قومندانۍ کې بندیان دي.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ترافیکو عمومي ریاست د معلوماتو له مخې په تېرو لسو میاشتو کې د هیواد په مختلفو سیمو کې د ترافیکي پېښو پرمهال نږدې دوه زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.