close

کندهار کې د تېر حکومت د پولیسو یو قومندان وژل شوی

اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې ادعا کوي، چې طالبانو د دې ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د تېر حکومت د محلي پولیسو یو قومندان وژلی دی.

ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو د اغاجانان په نوم دغه نظامي تېره شپه (شنبه، ۱۳ د سلواغې) د ارغنداب ولسوالۍ اړوند «میانجوي» کلي کې وژلی دی.

د سرچینو په وینا، وژل شوی کس د تېر حکومت د محلي پولیسو یو مهم قومندان و، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په کور ناست و.

یو شمیر نورې سرچینې بیا وایي، چې طالبانو اغاجانان تر دې وړاندې هم څو ځله نیولی او تحقیر کړی و، چې بلاخره یې وواژه.

بلخوا کندهار کې د طالبانو د پولیسو ویاند ملا اسدالله جمشید وایي، چې تېره ورځ د ارغنداب ولسوالۍ میانجوي کلي کې د طالب ځواکونو او «یوه غله» ترمنځ نښته شوې، چې په پایله کې یو تن وژل شوی او یو بل ژوندی نیول شوی دی.

نوموړي د پېښې د قرباني د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړي.

پر افغانستان د طالبانو تر ولکې ټینګولو وروسته، که څه هم د دغې ډلې مشر د تېر حکومت نظامیانو ته عمومي عفوه اعلان کړې، خو بیاهم د پخوانيو نظاميانو هدفي وژنې او نیونې دوام لري.

په ډېری مواردو کې طالبان د دې وژنو مسوول ګڼل کېږي، خو دوی بیا ادعا کوي چې د خپل مشر د عمومي بښنې فرمان ته ژمن دي.