close
انځور: استول شوی

د پټو وژنو دوام؛ ننګرهار کې د یو ځوان جسد موندل شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د یو ځوان جسد موندل شوی.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د دغه ځوان جسد یې تېر ماښام (شنبه، ۱۳ د سلواغې) د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند «اطفایې کوڅه» کې په داسې حال کې موندلی چې په مرمۍ ویشتل شوی و.

د سرچینې په خبره تراوسه د وژل شوي کس هویت معلوم نه دی او نه یې هم د وژنې انګېزه څرګنده ده، خو ځایي خلکو یې جسد د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته انتقال کړی، ترڅو یې کورنۍ پیدا شي.

ننګرهار کې طالب چارواکو تراوسه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

له دې یوه ورځ وړاندې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې هم د یو ځوان جسد موندل شوی و.

له دې وړاندې هم د ننګرهار په ګډون د هېواد په ځینو ولایتونو کې یو‌شمېر کسان په مرموز ډول وژل شوي چې له څو ورځو وروسته یې جسدونه موندل شوي دي.