close

ننګرهار کې یو پلار خپل ۱۴ کلن زوی په وهلو ډبولو وژلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې یو پلار خپل ۱۴ کلن زوی په وهلو ډبولو او زندۍ کولو سره وژلی دی.

په سیمه کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دغه پېښه د شنبې ورځ (۱۳ د سلواغې) د اچین ولسوالۍ اړوند «پېښې» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې په وینا، په دې پېښه کې امیر ګل نومي کس لومړی خپل زوی دومره وهلی او بیا یې زندۍ کړی چې له امله یې ساه ورکړې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې له پېښې وروسته ځایي طالبانو د وژل شوي تنکي ځوان پلار نیولی، خو تراوسه د یادې وژنې انګېره څرګنده نه ده.


په ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییزو مسوولینو د‌ دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې دا ډول جنایي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډیره بې روزګاري، کورنی تاوتریخوالی، اقتصادي ستونزې او رواني ناروغۍ بلل کېږي