close

کونړ کې یوې مرستندویه ادارې د ۲۵۰ بې وزله کسانو د سترګو وړیا عملیاتونه پیل کړي

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو روغتیايي مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د یوې مرستندویه ادارې په مالي لګښت د سترګو پر ناروغیو د اخته ۲۵۰ ناروغانو وړیا عملیاتونه پیل شوي دي. 

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو رييس مظفر مخلص نن (دوشنبه، ۱۵ د سلواغې) وویل، چې دا عملیاتونه به د دوو میاشتو په موده کې ترسره شي.

نوموړی زیاتوي، چې د سترګو د پردو عملیاتو د (HHRD) موسېسې په مالي لګښت پیل شوي او د سترګو هغو ناروغانو ته به وړیا درملنه او عملیاتونه کوي چې د اقتصادي ستونزو له امله د عملیات او درملنې توان نه لري. 

په همدې حال کې د سترګو پر ناروغیو اخته ناروغان د دغه بهیر پر پیل خوښي څرګندوي او غوښتنه کوي چې مرستندویه ادارې دې په دې برخه کې خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي.

د ‌دغې مرستندویه ادارې د معلوماتو له مخې یادې ادارې تېر کال د ټول هېواد په کچه د سترګو ۳۷۰ ناروغانو وړیا عملیاتونه ترسره کړي دي.