close
Photo: Social media

د تورخم دروازې پرانېسلو په اړه د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ خبرې بې پایلې پای ته رسېدلي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وایي، چې د تورخم دروازې د بیا پرانېستلو په اړه د طالب او پاکستاني لوري ترمنځ ناسته له اوږدو ناندریو وروسته بې پایلې پای ته رسېدلې ده.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، چې تېره ورځ (دوشنبه، ۶ د کب) په تورخم کې د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی، د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت او نورو طالب چارواکو له پاکستاني لوري سره د تورخم دروازې د پرانېستلو په اړه ناسته کړې، خو پایله یې نه ده ورکړې.

نوموړي د تورخم لپاره د طالبانو د کمیسار ملا عبدالجبار حکمت له قوله ویلي، چې پاکستاني لوري ترې غوښتي چې طالبان دې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تاسیسات نه جوړوي او د پاکستان له لوري د جوړېدونکو تاسیساتو مخنیوی دې هم نه کوي.

نوموړي زیاته کړې چې حکمت دا غوښتنه رد کړې او په وینا یې، پاکستاني لوري یې په غبرګون کې د دروازې له پرانېستلو ډډه کړې ده.

نن څلورمه ورځ ده، چې د تورخم دروازه د پاکستان له لوري د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې چې له کبله یې دواړو خواوو ته سلګونه خلک چې ناروغان، ښځې او ماشومان پکې شامل دي ایسار پاتې دي.

بلخوا په افغانستان کې د سوداګرۍ خونه وایي، چې د تورخم  لارې بندېدو له امله نه یوازې افغان سوداګرو بلکې پاکستاني سوداګرو ته هم د ورځې تېرېدو سره پراخ تاوان رسېږي.

د پاکستان افغانستان د سوداګرو د ګډې خونې مسوولینو له طالب او پاکستاني چارواکو غوښتي چې د دواړو هېوادو ترمنځ باید سوداګري له سیاسته جلا وي.

خو د اقتصادي چارو شنوونکي بیا ټینګار کوي چې افغانستان باید له پاکستان سربېر د بدیلو لارو د موندلو هڅه وکړي.