close
Photo: @AISS_Afg

د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی: طالبان د افغانستان دایمي واقعیت نه دی

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي چې طالبان د افغانستان دایمي واقعیت نه دی.

ښاغلي دراني نن (دوشنبه، ۶ د کب) د هسپانیا په مادرید کې د هرات په دوولسم امنیتي کانفرانس کې وویل چې دا ډله له «پښتونولۍ» ناوړه ګټه اخلي او خبرو-اترو ته چمتو نه دي.

ده زیاته کړې چې طالبان له «پښتونولۍ» په ناوړې ګټې اخیستنې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي پاکستان ته نه سپاري.

پاکستاني چارواکو په ځلونو ادعا کړې چې د ټي ټي پي غړي او رهبران په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له دې هیواده په پاکستان کې خپل بریدونه پلانوي.

دوی له طالبانو غوښتي چې د دې ډلې رهبران او غړي دې ونیسي او پاکستان ته دې وسپاري.

مګر طالبان په افغانستان کې د ټي ټي پي حضور نه مني او وایي چ دا ډله په پاکستان کې ده او د دې هیواد پر ځینو برخو واکمني کوي.

د طالبانو چارواکي پاکستاني مسوولین تورنوي چې په دې توګه غواړي د خپل هیواد د امنیت په تأمین کې خپله ناغېړي پر طالبانو واچوي.