close

کندهار کې د ورښتونو له کبله څلور ماشومان او یوه ښځه مړه شول

اطلاعات روز: کندهار ښار کې ځایي سرچينې خبر ورکوي، چې د دې ښار په اوومه حوزه کې د یو کور د کوټې چت پریوتو له کبله درې ماشومان او یوه ښځه مړه او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

یوې سرچینې وویل، چې پیښه تېره شپه (دوشنبه، ۶ د کب) د کندهار ښار اوومې حوزې اړوند «کوبي قرارګاه» سیمه کې د تیز ورښت له کبله رامنځته شوې.

سرچینه زیاتوي، چې په دې پیښه کې د کوټې چت پریوتو له کبله دوه ماشومان، یوه نجلۍ او یوه ښځه مړه شوي او درې تنه نور ټپیان دي.

ورته مهال کندهار کې پيښو ته د رسيدو رياست طالب مسوولين دغه پيښه تايیدوي او وایي، چې په مړه شویو کسانو کې دوه هلکان او یوه نجلۍ او په ټپیانو کي یو هلک، یوه نجلۍ او یو لوی سړی شامل دي.

طالب مسوولینو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

په همدې حال کې يوه بله سرچينه وایي، چې نن سهار د کندهار ښار د پنځمې حوزي اړوند د «ښورندام» سيمه کې يوه ۶ کلنه نجلۍ د راوتلي سیلاب اوبو وړې او مړه شوې ده.

د دې پیښې په اړه طالب مسوولینو څه نه دي ویلي او نه هم په دې اړه بشپړ جزیات ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سویلي حوزې په ټولو ولايتونو کې د تيرې شپې راهیسې دوامداره ورښتونه روان دي او د لا ډيرو مالي او ځاني زيانونو د اوښتو اټکل شوی دی.