close

ناپېژانده وسلوالو ننګرهار کې یو کس وژلی

اطلاعات روز: په ننګرهار کې طالب مسوولین وایې چې د دې ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې ناپېژانده وسلوالو بېګاه شپه یو کس په ډزو وژلی دی.

د دې ولایت د امنیې قومندانۍ لپاره طالب ویاند سید طایب حماد وایې چې دا پېښه تېره شپه (دوشنبه، ۶ د کب) د نازیانو ولسوالۍ اړوند «سروبي» سیمه کې رامنځ ته شوې.

هغه د وژل شوي کس د هویت او د پېښې د لامل په اړه نور جزییات نه دې ورکړي، خو زیاته کړې یې ده چې د یادې پېښې په تور یې شپږ شکمن کسان نیولي چې دا مهال په امنیې قومندانۍ کې څیړنې ترې کېږي.

دا پېښه داسې مهال کېږي چې د ننګرهار ولایت په ګډون د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د ناپېژانده وسلوالو له لوري هدفي وژنو او جنایي پېښو د امنیت او خوندیتوب په تړاو د خلکو اندېښنې راپارولې دي.