close
Photo: sent to Etilaatroz

په افغانستان کې ورښتونه او سیلابونه؛ د وروستیو دوو ورځو پرمهال ۳۶ تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د طالبانو تر مدیریت لاندې د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې د وروستیو دوو ورځو پرمهال د ورښتونو او سیلابونو له امله ۳۶ تنه مړه شوي او ۴۰ نور ژوبل دي.

د دې ادارې له شمېرو سره سم، د دې طبیعي پېښو له امله ۲۴۰ کورونه ویجاړ او ۶۱ نور یو څه زیانمن شوي دي.

د طالبانو تر مدیریت لاندې له پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې د سیلابونو له امله په سلګونو جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوي.

د دې ادارې په وینا، زیانمنو سیمو ته د ارزونې ډلې لېږل شوې دي.

په فراه، کندهاراو هلمند ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو راپورونه ورکړل شوي دي.

د فراه په پشت کوه ولسوالۍ کې د دوو کورنیو غړي چې دتفریح لپاره غره ته تللي وو، په سیلاب کې بند پاتې شوي او له امله یې ۲۰ تنه مړه شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د ځایي سرچینو په وینا، د فراه په بالابلوک، فراه رود او بکوا ولسوالیو کې هم د ورښت او سیلابله امله درې تنه مړه شوي او سخت زیانونه یې هم اړولي دي.

په هلمند او کندهار کې هم د ورښت او سیلاب له امله لږ تر لږه د ۱۰ تنو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.