اطلاعات روز: مشهور سکاټلنډي فلمي لوبغاړي ډیویډ هیمن په ډاګه کړې چې د طالبانو غړي خپلې نجونې «سپیریټ ایډ» نومې خیریه بنسټ ته چې د ده له لوري مدیریت کېږي، لېږي.
د هیرالډ رسنۍ له راپور سره سم چې پرون (سېشنبه، ۷ د کب) خپور شوی، دې فلمي لوبغاړي ویلي چې په دې زده کړییز مرکز کې شاوخوا ۸۰ نجونې او هلکان درس وایي.
ده د طالبانو غړي «دوه مخي حرامیان» بللي دي.
دې فلمي لوبغاړي نه دي ویلي چې دا زده کړییز مرکز د افغانستان په کوم ولایت کې دی.
طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي د لوړو نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د هغوی په وړاندې یې د پوهنتون او طبي انسټیټوټونو دروازې هم تړلې دي.
ډیویډ هیمن همدا راز ویلي چې غواړي د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه یوه ننداره ترسره کړي.
ده زیاته کړې چې د افغانستان ښځې اوس مهال «په وګړو کې نه حسابېږي او نه هم کولای شي چې په خپلو کورونو کې وخاندي او یا سندره ووایي، زده کړې یې تر ابتدایي دورې پورې محدودې دي او نشي کولای چې ځان ته شغل انتخاب کړي».
ډیویډ هیمن «سپیریټ ایډ» نومی خیریه بنسټ د ۲۰۰۱ کال پر مهال د بشرپالي فعالیت په موخه جوړ کړی دی.
د هغو اطلاعاتو له مخې چې د دې بنسټ پر ویبپاڼه خپاره شوي، دوی له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.
دې بنسټ ویلي چې په دې لړ کې د ګرځنده کلینیکونو له لارې د افغانستان په شمال کې محرومو او لیرې پرتو ټولنو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي.