close

د اتلانو جام؛ افغانستان په اتو منډو انګلینډ ته ماتې ورکړه

اطلاعات روز: د اتلانو جام د لوبو په لړ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې وکولای شول چې انګلینډ ته په اتو منډو ماتې ورکړي او په دې سره یې په دې جام کې په لومړي ځل لومړۍ لوبه وګټله.

د انګلینډ او افغانستان تر منځ لوبه نن (چهارشنبه، ۸ د کب) د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره شوه چې افغانستان پکې د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه او مقابلې لوبډلې ته یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو د ۳۲۶ منډو هدف ورکړ.

که څه هم د افغانستان له لوري د توپ وهنې پیل ښه نه و، خو د افغانستان د پیل لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ وکولای شول چې ۱۷۷ منډې وکړي او همدا راز د لوبې په وروستیو کې د محمد نبي تېزې توپ وهنې د یوه ښه هدف په ټاکلو کې مرسته وکړه.

د یادونې وړ ده چې ابراهیم ځدراڼ د افغانستان لومړی لوبغاړی شو چې په نړیوال جام او اتلانو جام کې یې سلیزې وکړې.

انګلینډۍ لوبډلې وکولای شول چې لوبه تر وروستیو وغځوي او انګلینډي لوبغاړي جیو روټ ۱۲۰ منډې وکړې، خو د عظمت الله عمرزي له لوري د پنځو انګلینډي لوبغاړو سوځولو د مقابلې لوبډلې د بریا مخه ونیوله او په پنځوسم اور کې یې پر ۳۱۷ منډو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

همدا راز محمد نبي دوې او عظمت الله عمرزي، راشد خان او ګلبدین نایب هم یوه-یوه ویکیټ تر لاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې افغانستان تر دې وړاندې خپله لومړۍ لوبه جنوبي افریقا ته بایللې وه.

انګلینډ په دې ماتې سره د اتلانو له جام څخه ووت او که افغانستان په خپله راتلونکې لوبه کې اسټرالیا ته ماتې ورکړي، کولای شي نیمه پایلوبو ته لار پیدا کړي.