اطلاعات روز: د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي چې د تېرو ۱۲ میاشتو پر مهال په افغانستان کې تقریبا نهه میلیون وګړي له اقلیمي خطرونو اغېزمن شوي دي. په دې لړ کې تر ۵۰۰ زره زیات د سیلاب، وچکالۍ او نورو طبیعي افتونو له وجې بې ځایه شوي.
دې سازمان په هغه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ (۹ د کب) یې خپره کړې، ویلي چې د تېرو درو کلونو پر مهال د سیلاب او وچکالۍ په څېر افتونو د بې ځایه کېدو د اصلي عامل په توګه په هیواد کې انساني کړکېچ نور هم وخیم کړی دی.
په افغانستان کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان د پلاوي رییس میهیونګ پارک ویلي: «که څه هم افغانستان د شین کوریزو غازونو په خپرولو کې حد اقل ونډه ولري، مګر بیا هم په هغو لسو هیوادونو کې دی چې د اوبو او هوا له بدلونو په زیاته کچه اغېزمن شوي».
د کډوالۍ د نړیوال سازمان په وینا، له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۴ پورې شاوخوا درې میلیون وګړي بې ځایه شوي دي.
دې سازمان ویلي چې یوازې د ۲۰۲۴ کال پر مهال ۹۸۸ زره وګړي د اقلیمي پېښو او طبیعي افتونو له وجې تر یوې میاشتې کمه بې ځایه کېدنه تجربه کړې ده.
په همدې مهال کې د زیان یا هم د سرپناوو او شتمنیو د له لاسه ورکولو ۴۰۰ زره موردونه ثبت شوي او همدا راز د طبیعي پېښو له امله د زیانمنېدو یا هم مرګ ژوبلې ۱۴ زره پېښې ثبت شوې دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې تر ۱۱ میلیون زیات وګړي د اقلیمي کړکېچ له وجې له لویو خطرونو سره مخ دي. د دې سازمان په وینا، تر ټولو ډېري اغېزمنې سیمې هم په غور، خوست او جوزجان ولایتونو کې دي.
د دې سازمان په وینا، اقلیمي خطرونه له اقتصادي ننګونو سره نژدې اړیکې لري ځکه چې د کرهڼې په څېر د اقلیم په وړاندې حساس معیشتونه په افغانستان کې د دندو ۷۳ سلنه جوړوي.
همدا راز د کډوالۍ نړیوال سازمان اندیښنه ښوولې چې ۹۲ سلنه کلي بېړنیو خدماتو ته محدود لاسرسی لري او ۴۶ سلنه یې روغتیايي پاملرنو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخ دي.
دې سازمان ویلي چې د مهمو زیربناوو ضعف، ناکافي چمتووالی او د طبیعي افتونو په وړاندې کمزوري د اقلیمي خطراتو په وړاندې د زیانمنېدلو کچه لوړه کړې.