close

ارزګان کې د غره ښوويدنې له امله شپږ تنه مړه شوي

اطلاعات روز: په ارزګان ولايت کې طالب مسولين خبر ورکوي چې د دې ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې تيره شپه (۹ د کب) د غره ښوويدنې په پيښه کې د يوې کورنۍ ۶ کسان مړه شوي دي.

د دې ولايت له امنيې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياده پيښه د ګيزاب ولسوالۍ اړوند د «تالې» نومې سيمې په «سرمورۍ» کلي کې رامنځته شوې ده.

دخبرپاڼې له مخې، دا کسان وروسته تر هغه مړه شوي چې پر یوه کور د غره تيږي رالويدلې او داستوګنې ځايونه يې لاندې کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د يادي پيښې تر رامنځته کيدو وروسته د سيمې خلکو او طالبانو په ګډه د مړو شوو کسانو د جسدونو د راکښلو هڅې پیل کړې دي.

د هیواد په بېلابېلو سیمو کې وخت ناوخته د غره ښوییدنې پېښې را منځ ته کېږي او ځینو ځایونو کې یې له امله عمومي لارې هم تر یو وخته تړل کېږي.