د افغانستان سویل کې پروت هلمند، چې پراخ ریګونه لري، د ژمي په موسم کې د افغان ځوانانو لپاره د میلې او تفریح ځای بلل کېږي؛ خو دغلته یو شمیر ځوانان شکایت کوي، چې په ریګو کې د عربانو د پراخ نفوذ له امله د دوی میلې محدودې شوي او «نامعلوم وسله وال» اجازه نه ورکوي، چې د خپلې خوښې سیمه کې تفریح وکړي.
محمد قاسم چې د مرکز لښکرګاه ښار اوسیدونکی دی، د دې وضعیت تایید کوي او وایي، چې د خپلو ملګرو سره یوځای د ریګو میلې ته تللي وو، خو وسله والو کسانو چې په «بلوڅي» ژبه یې خبرې کولې د دوی مخه نیولې او ورته ویلي یې دي، چې په «نږدې ساحو کې میله او ښکار کول بند دي، ځکه چې دلته عربان اوسیږي».
نوموړي وویل: «په ژمي کې ډیر ځوانان د ریګو میلې ته ځي، ما او ملګرو غوښتل چې د مارجې پای ته چې د ګرمسیر ریګ شروع کېږي، د شپې میله وکړو، خو ماښام دوه وسله وال کسان چي په بلوڅي ژبه یې خبري کولې په موټر کي راغلل موږ ته یې وویل، دلته شپه نشئ کولای ځکه په دغه سیمه کې عربان اوسیږي او په نږدې ساحو کې میله او ښکار کول بند دي، نو موږ هم مجبور شوو چې دغه سیمه بیرته پریږدو، چې رښتیا شي موږ ډير ناهیلي شوو چې په خپل وطن کي مو پردي میلې کولو ته نه پریږدي.»
د هلمند د مختلفو ولسوالیو څخه دغه ډول راپورونه ترلاسه شوي، چې ښیي طالبانو د خپلو موخو لپاره په دې ولایت کي ځینې سیمې د قطر او عربي اماراتو عربانو ته په اختیار کي ورکړي او د افغان ځوانانو پر میله ځایونو او تفریح یې بندیزونه لګولي دي.
د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ اوسیدونکی ضياالحق وايي، چې د دې د ولسوالۍ د ریګو ډېری ساحې عربانو ته په واک کې ورکړل شوي او هيچاته اجازه نه ورکول چې دې سیمو کې میله وکړي.
نوموړی زیاتوي، ګرمسیر بیخي ډیر ریګ لري، نابلده کس پکې ورکېږي، ډیر خلک دلته د لېرې ځايونو څخه راځي میلې کوي، ځینې خلک ښکار هم کوي، خو اوس اکثره سیمې د عربانو تر کنټرول لاندې دي، په ډيرو سیمو کې خلک نه پریښودل کېږي، ځکه عربان اوسیږي او خپله طالبان د دغو عربانو امنیت نیولی وي او خلک دغو سیمو ته نه پریږدي.»
د هلمند بل اوسیدونکی احسان وايي، چې د دې ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې هم یو شمیر عربان د ښکار په نوم میشت دي، خو د شتون اصلي لامل یې تراوسه څرګند نه دی.
نوموړی زیاتوي، چې عربانو د دې ولسوالۍ د ریګو سیمه د طالبانو څخه ټیکه کړې او د ځان خوندیتوب په موخه یې بلوڅ وسله وال مقرر کړي او چاته اجازه نه ورکوي چې ریګو کې میله وکړي.
هغه وویل: «زموږ ملګرو اور بلوه غوښتل مو چې اشپزي وکړو، خو دوه موټره وسله وال کسان راغلل چې په بلوڅي ژبه یې خبري کولې، یو هم په پښتو نه پوهیده موږ ته یې وویل، چې دغه سیمه کې د پاتې کیدو اجازه نشته او موږ باید دغلته هیڅ اور بل نه کړو، دغه سیمه عربانو د طالبانو څخه ټیکه کړې ده.»
د هلمند د ځینو اوسیدونکو راپورونه ښیي چې د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې شکمن کسان چې خبري نه کوي، لیدل شوي دي. ځینو خلکو ویلي چې دا کسان پښتو نه وایي او یوازې عربي ژبه خبري کوي.
د هلمند د موسی قلعه ولسوالۍ یو اوسیدونکی شمس الله بیا وایي، د دوی په سیمه کې داسې کسان لیدل شوي چې په عربي ژبه خبرې کوي، طالبان یې ټینګ امنیت ساتي او دوی ته ویل شوي چې یادو سیمو ته نږدې لاړ نه شي.
خو، په هلمند کې د ملي امنیت یو پخوانی کارکوونکی قدرت الله د دې ولایت په یو شمیر ولسوالیو کي د عربانو شتون د القاعدې د بیا نفوذ په مانا بولي او ادعا کوي: «د طالبانو په راتګ سره د عربانو نفوذ په هلمند کي زیات شوی دی، تر دې د مخه د القاعده مشر په کابل کي ووژل شو، اوس هم دا ویره شته چې دغه کسان چي طالبانو یې امنیت ساتلی دی د القاعده کومه ډله نه وي.»
د ملي امنیت یو پخوانی کارکوونکی حمیدالله هم په موسی قلعه ولسوالۍ د خپل پخوانیو همکارانو له قوله د عربانو شتون تاییدوي او وايي: «په موسی کلا کې موږ پخوانیو همکارانو څخه مې واوریدل چې هلته عربان له ډیره وخته اوسیږي چې بلوڅ وسله وال او طالبان د هغوی امنیت نیولی دی او دغلته یې خیمې او د اوسیدو ښه ترتیبات نیولي دي چې د دغه ځای څخه پروازونه کوي او د اوسیدلو لپاره یې ټول امکانات برابر کړي دي.»
دغه راز د هلمند د ولایتي شورا یو پخواني غړي د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه، بُست کلا، ګرمسیر، بهرامچې او موسی کلا کې عربان شتون لري او په وینا یې چې په اړه یې کره معلومات نه لري چې د کومې موخې لپاره راغلي دي.
سرچینه زیاتوي: «طالبان وایي چې هغوی (عربان) د ښکار په موخه راغلي خو تر اوسه د هغوی د شتون په اړه دقیق معلومات نشته چې هغوی د کومې موخې لپاره دلته میشت شوي او ولې خلک د هغوی سیمو ته نږدې نه ورپریښودل کېږي.»
که څه هم طالبان د عربو د شتون په اړه ډیر معلومات نه دي خپاره کړي، خو وايي چې عربان د ښکار په موخه راغلي دي. دا په داسې حال کې ده چې ځایي خلک وایي د طالبانو حکومت په هیواد کې د حیواناتو او مرغانو ښکار بند کړی، خو د قطر څخه راغلو عربانو ته یې د ښکار کولو اجازه ورکړې.
د اطلاعات روز موندنې ښیي چې تر دې وړاندې د هلمند ګرمسیر کې د قطر او عربي اماراتو د عربانو ترمنځ د ښکار پر سیمو شخړه شوې وه، چې بیا د طالبانو په منځګړتوب شخړه هواره او یاده سیمه د قطر عربانو ته په ټیکه ورکړل شوې ده.
د قطري عربانو یو داخلي کارکوونکي د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې طالبانو د قطر او عربي اماراتو په دوو جلا ډلو باندې د ښکار سیمې ټیکه کړې وې، چې د همدې سیمې په سر د دواړو ډلو ترمنځ شخړه رامنځته شوې وه او وروسته د دې شخړې د حل لپاره د کابل لوړپوړو طالب چارواکو مداخله کړې او ستونزه یې هواره کړې.
په هلمند کې د عربانو شتون او د طالبانو د حکومت سره د هغوی اړیکې د خلکو په منځ کې شکونه رامنځته کړي دي. ځینې کسان باور لري چې دغه عربان د طالبانو د حکومت سره شراکت لري او د ځینو سیمو د ټیکه کولو لپاره راغلي دي.
د پخواني افغان حکومت چارواکو او نړیوالو سازمانونو بیا ادعا کړې، چې طالبانو د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې ساتلي دي.
د هلمند یو شمیر مدني فعالان بیا د دې ولایت په ریګو کې د ځوانانو پر فعالیتونو د طالبانو محدودیت او د عربانو پراخ حضور په اړه اندیښمن دي او زیاتوي چي د طالبانو حکومت باید د عربانو او وسله والو کسانو د پراخ نفوذ او د هفوی د موخو په اړه خلکو ته وضاحت ورکړي.