اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې «ناپيژانده وسله والو» یو ځوان په ډزو وژلی دی.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دغه پېښه تېره شپه (جمعه، ۱۰ د کب) د کامې ولسوالۍ اړوند «دارګلۍ» سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې وژل شوی کس حافظ الله نومیده او په اصل د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې کور ته د ستنېدو پرمهال د ناڅرګنده وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
بل لور ته په کامې ولسوالۍ کې طالب چارواکو هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او ډېر ژر به یې عاملین ونیول شي.
له دې څو ورځې وړاندې د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې هم یو ځوان د ناپېژانده وسله والو له لوري وژل شوی و.
دغه پېښه داسې مهال کېږي چې د ننګرهار ولایت په ګډون د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د ناپېژانده وسلهوالو له لوري وژنې ډېرې شوي چې د خلکو اندېښنې یې راپارولي دي.