close

د تورخم دروازې د تړل کیدو نهمه ورځ؛ طالبانو له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي

اطلاعات روز: د تورخم لپاره د طالبانو کمیسار عبدالجبار حکمت خبر ورکوي، چې د دغه ډلې پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د تورخم دروازې د بیرته پرانیستلو په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي نن (یکشنبه، ۱۲ د کب) په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ننګرهار لپاره د دغې ډلې مرستیال والي په مشرۍ یې تورخم کې له پاکستاني چارواکو سره د یادې دروازې د خلاصېدو په تړاو خبرې کړې دي.

حکمت زیاته کړې چې له پاکستاني لوري یې غوښتي چې د تورخم دروازه باید د سوداګرۍ پر مخ د ۲۴ ساعتونو لپاره خلاصه وي او سوداګري او سیاست باید سره جلا شي.

د هغه په خبره، چې پاکستاني لوري ورته ویلي، چې د تورخم په اړه د دوی غوښتنې به په لوړه کچه له خپلو مشرانو سره شریکې کړي او بیا یې پایله په بله ناسته کې ووایي.

حکمت د تورخم له لارې پاکستان ته له تلوونکو مسافرو غوښتي چې تر بلې خبرتیا دې د تورخم له لارې پاکستان ته د تګ هڅه نه کوي.

څو ورځې وړاندې د دواړو لورو ترمنځ د تورخم دروازې په اړه ناسته له ناندریو وروسته بې پایلې پای ته رسېدلې وه.

د یادونې وړ چې د تورخم دروازه نږدې نهه ورځې مخکې د پاکستاني لوري تړل شوې، چې له کبله یې زرګونه کسان د تورخم دواړو خواوو ته بند پاتې دي.