اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په بهرامچه ولسوالۍ کې د طالبانو د سرحدي امنیتي پوستې یو ساتونکی د «نامعلومو وسله والو» له لوري وژل شوی دی.
د سیمې یو اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دغه طالب د بهرامچې سرحدي سیمې د امنیتي پوستې له ساتونکو و او تېره شپه (شنبه، ۱۱ د کب) کور ته د تګ پرمهال وژل شوی دی.
ځایي سرچینې زیاتوي، چې دغه طالب څو ورځې وړاندې د پاکستاني سرحدي ځواکونو سره په لفظي شخړه کې ښکېل شوی و، چې د همدې شخړې پرمهال یې د پاکستان ملي بیرغ هم مات کړی و.
تر اوسه د یاد طالب د وژل کېدو انګېزه روښانه نه ده او نه هم کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت منلی دی.
په هلمند کې طالب چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د وروستیو میاشتو پرمهال د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.