close
Photo: Social Media

په دارالعلوم اکوړه خټک کې ځانمرګی برید؛ ایا شیخ د آی‌اېس‌آی د قهر قرباني شو؟

خالد محمدي

د حقانیه مدرسې مشر مولانا حامدالحق حقاني ادعا کړې وه چې د اسلام پیغمبر په خپله د دې مدرسې ساتونکی دی او د مدرسې طالبانو په خپلو خوبونو کې لیدلی دی. د ده په وینا، د اسلام پیغمبر دارالعلوم حقانیه او د ده د پلار مولانا سمیع الحق کورنۍ د برکت چینه ګڼلې او ویلي یې و چې د کعبې، مدینې او بیت المقدس ټول برکتونه د ده له کورنۍ او مدرسې سره تړلي دي.

مګر په برخلیک کې یې بل څه لیکل شوي و. د جمعې په ورځ (۱۰ د کب) چې کله نوموړي په مدرسه کې وینا کوله، یوه درنه چاودنه وشوه. تر چاودنې وروسته چې کوم انځور خپور شو، په هغه کې تر ویجاړیو لاندې د ده په وینو لړلی جسد ښکاریده – یوازې څېره یې لیدل کېده. تر اوسه هم هیڅ ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی. حامد الحق ۵۷ کلن و او د سمیع الحق څانګې د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر و. د پلار تر وژل کېدو وروسته یې د دې ګوند مشري هم کوله. نوموړی همدا راز د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ د پاکستان د ملي شورا غړی هم پاتې شوی.

په وروستیو اونیو کې مولانا حامدالحق حقاني د پاکستان د پوځ او استخباراتو پر خلاف توندې څرګندونې کړې وې. د ده د ویناوو یوه ویډیو پر خواله رسنیو په پراخه توګه په ځانګړي ډول د طالبانو له لوري خپره شوې ده چې دی پکې وایي: «د الله او رسول په لار کې دا زموږ لپاره د ویاړ او عزت ځای دی چې جنت ته ولاړ شو. دا شریر او په ښځو او الکولي څښاکونو روږدي جنرالان نه شي کولای چې د پاکستاني ملت پر وړاندې ودرېږي.»

د وروستیو کلونو پرمهال د پاکستان پوځ او استخباراتو له افغانستان سره پر پوله په ځانګړي توګه په خیبرپښتونخوا ایالت کې د تروریزم او افراطیت له زیاتوالي شکایت کړی دی او له دیني علماوو یې غوښتي چې د بنسټګرو او جهادي ډلو په مخالفت کې خپل دریځ واضح کړي. مګر ډېری جهادي ډلو خپلې زده کړې د دارالعلوم حقانیه په ګډون په دیني مدرسو کې کړې دې. دا تاریخي تړاو د دې لامل شوی دی چې پاکستاني علماء د دې ډلو پر وړاندې قاطع دریځ خپل نه کړي.

د دارالعلوم حقانیه ځینې ملاتړي پر مولانا حامدالحق حقاني د مرګوني برید تر شا د پاکستان د پوځ او استخباراتو لاس ګڼي. تر اوسه لاهم روښانه نه ده چې ایا په دې برید کې د پاکستان د دولت لاس و او که نه؛ مګر له ډېره وخت راهیسې په پاکستان کې سیاسي سنت دادي چې کله په دې هیواد کې یو بانفوذه اسلامپالی د اسلام اباد د واکمنې طبقې لپاره ګواښ ګڼل شوی دی، د دې هیواد استخباراتو یې د حذفولو اقدام کړی. په دې اړه ځینې شنونکي په دې باور دي چې د اسلام اباد د سیاست پر وړاندې د ښاغلي حقاني توند دریځ د دې لامل شوی و چې په نښه او حذف شي.

مولانا حامدالحق حقاني، د حقانیه مدرسې مشر چې تېره اونۍ ووژل شو

د طالبانو ملاتړ او ځانمرګي برید ته غبرګون

مولانا حامدالحق د طالبانو یو کلک ملاتړی و. ده د افغانستان د پخواني حکومت پرمهال په ځلونو د دې ډلې ملاتړ کړی و او له جمهوري نظام څخه یې غوښتي و چې تسلیم شي او خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي. په یوه خپره شوې ویډیو کې نوموړی په پرېکنده ډول ویلي و: «طالبان به مو په غېږ کې ونیسي. طالبانو جنګ ګټلی دی او د هغوی حق دی چې په افغانستان کې اسلامي شریعت تأمین کړي. له طالبانو سره زیاته دښمني ښه نه ده؛ کله چې امریکا ولاړه شي تاسو (د افغانستان حکومت) باید طالبانو ته د دوستۍ لاس ورکړئ.»

دې څرګندونو د افغانستان د هغه وخت د حکومت توند غبرګون راوپاراوه. کابل پر اسلام اباد فشار راوړ چې حقانیه مدرسه د افراطیت د ترویج له کبله وتړي، خو پاکستان داسې اقدام ونه کړ.

د حامدالحق حقاني د وژل کېدو خبر په افغانستان کې له متفاوتو غبرګونو سره مخ شوی دی؛ طالبانو د یوه پیغام په خپرولو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې، په داسې حال کې چې د مخالفینو لپاره دا د خوشالۍ فرصت و.

د طالبانو له لوري چې کومه اعلامیه خپره شوې، په هغې کې ویل شوي: «الله تعالی دې له هغو ظالمانو چې په سیمه کې د حقپالو علماوو پر ضد فعالیت کوي، د دې ظلم او لوی جنایت انتقام واخلي او ټول علماء کرام دې په خپله فناه او ساتنه کې ولري.»

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې حامد الحق حقاني او پلار یې د «مرګ سوداګر» وو.

په عین مهال کې پر ایکس ټولنیزې شبکې د طالبانو ډېری مخالفینو مولانا حامد الحق د دې ډلې یو تر ټولو لوی ملاتړی بللی دی او د وژل کېدو هرکلی یې کړی دی.

د حقانیه مدرسې یوه زده کړه‌ییزه دوره/ د فرانسې خبري اژانس

په حقانیه مدرسه کې د افراطیت ریښې

د مولانا حامدالحق حقاني پلار مولانا سمیع الحق حقاني چې د طالبانو په «معنوي پلار» مشهور و، د ۱۳۹۷ کال پرمهال د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د چاقو په ګوزارونو او ډزو سره ووژل شو. حقانيه دیني مدرسه چې د ده په فکري سنګر بدله شوې وه، د خیبرپښتونخوا ایالت په اکوړه خټک سیمه کې د ده د پلار مولانا عبدالحق له لوري جوړه شوې وه. دې مدرسې د تېرو څلورو لسیزو پرمهال ګڼ شمېر طالب جنګیالي افغانستان ته لېږلي دي.

پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل پرمهال دارالعلوم حقانیې د وخت له جهادي مشرانو سره نږدې اړیکې درلودې، خو د طالبانو په رامنځته کېدو سره په دې اړیکو کې تدریجي بدلون راغی او نوی مسیر یې خپل کړ.

د افغانستان د طالبانو مشر ملاعمر د مولانا سمیع الحق شاګرد و. مولانا سمیع الحق د ده په اړه ویلي و چې «ملا عمر زما یو تر ټولو نوموتی شاګرد» و او هغه یې «له فرشتې ته ورته انسان» سره پرتله کړی و.

دارالعلوم حقانیه په افغانستان او پاکسان کې د افراطیت د ترویج یو عمده مرکز ګڼل کېږي. په زرګونو طالبان چې عموما له غریبو کورنیو څخه دي، په دې مدرسه کې دیني زده کړې کوي؛ خو دوی ته چې کوم څه ور زده کول کېږي، هغه له اسلام څخه یو سختدریځی تفسیر دی. دا مدرسه چې په څو پوړه کې جوړه ده، په خپله د دې مدرسې د طالبانو له لوري ساتل کېږي. د جهادي ځواکونو په روزنه کې د دې مدرسې رول ته په پام سره ځینو شنونکو دا مدرسه «د جهاد هارورډ» بللې ده.

د حقانیې ګڼ شمېر زده کوونکي د افغانستان د پخواني حکومت او د هغه د غربي ملاتړو پر خلاف له طالبانو سره یو ځای جنګېدلي دي. له طالبانو د دې مدرسې ملاتړ او په وسله والو بریدونو، چاودونو او ځانمرګو بریدونو کې یې د زده کوونکو ګډون د تېرو کلونو پرمهال د هیواد د زیاتو وګړو غوسه راپارولې وه.

د طالباو تر بیا ځلې راتګ وروسته دارالعلوم حقانیې په ویاړ اعلان وکړ چې د دې مدرسې ځینې پخواني زده کوونکي اوسمهال د طالبانو د حکومت پر لوړو موقفونو کار کوي.

ویل کېږي چې د حقاني شبکې د مشر او د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني، د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي، د طالبانو د لوړو زده کړو د پخواني وزیر عبدالباقي حقاني او د دې ډلې د یو شمېر نورو والیانو او قومندانانو په ګډون د طالبانو ګڼو لوړپوړو چارواکو په دې مدرسه کې زده کړې کړې دي.

د دې مدرسې ډېری زده کوونکي «حقاني» نوم د تخلص په توګه غوره کوي، ترڅو له دې بنسټ سره خپل تړاو وښيي. حقاني شبکې هم له دې مدرسې څخه په الهام خپل نوم غوره کړی او له دې مدرسې سره یې خپلې نږدې اړیکې ساتلې دي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دارالعلوم حقانیې څو پلاوو کابل ته سفر کړی او د طالبانو له چارواکو سره یې لیدلي دي. په ځینو کتنو کې د دې مدرسې مسوولینو د طالبانو له حکومت څخه مالي ملاتړ غوښتی ترڅو خپل فعالیتونه نور هم پراخ کړي.

د تېر کال د کب میاشتې پرمهال مولانا حامدالحق حقاني د پاکستاني علماوو له یوې ډلې سره کابل ته سفر کړی و او د طالبانو د رییس الوزرا د پخواني سیاسي مرستیال عبدالکبیر په ګډون یې له ګڼو لوړپوړو طالب چارواکو سره کتلي و.