اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي ادعا کوي، چې تورخم کې پر «ډېورنډ فرضي کرښه» د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ بیا ځلې نښته شوې، چې پرمهال یې اته پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
په تورخم کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لوی مدیر عرفات مهاجر وایي، چې تېره شپه (دوشنبه، ۱۳ د کب) ۹:۳۰ بجې تورخم کې د طالب امنیتي ځواکونو له خوا د پاکستاني پوځ پر یوې مهمې پوستې ځوابي برید ترسره شوی چې پرمهال یې پوسته له منځه وړې ده.
د هغه د ادعا له مخې، په جګړه کې د طالبانو لخوا لیزري وسلې کارول شوي او د پاکستاني پوځیانو د تحرکاتو مخه یې ډب کړې ده، چې پرمهال یې ۸ پاکستاني پوځيان وژل شوی دي.
د نوموړي په خبره په یاده نښته کې طالب لوري ته کوم زیان نه دی اوښتی.
بلخوا په سیمه کې هم ځینو سرچینو وویل، چې پر ډېورنډ کرښه تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوي، چې په کې درنې وسلې هم کارول شوي دي.
له دې یوه ورځ وړاندې هم په تورخم کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړې خبر ورکړل شوی و.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع منلې چې له پاکستاني پوځيانو سره د وړمې شپې په نښته کې یې یو طالب سرتیری وژل شوی او دوه عام وګړي ټپیان شوي دي.
نوموړي ادعا کړې چې دا نښته وړمه شپه شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د پاکستاني ځواکونو له خوا پیل شوه او د غرمې تر ۱۱:۰۰ بجو یې دوام وکړ.
قانع ویلي، چې په دې نښته کې د پاکستاني پوځيانو څو پوستې له منځه تللي او هغوی ته یې درانه تلفات اړولي دي.
له نږدې دوه اوونیو راهیسې د تورخم لاره د طالب او پاکستاني لوریو ترمنځ د امنیتي پوستې جوړولو پر سر د ناندریو له امله تړل شوې ده، چې له کبله یې په توکو بار لسګونه لارۍ او سلګونه خلک له دوو اوونيو راهيسې دواړو خواوو ته بند پاتې دي.