close

د طالبانو امر بالمعروف د لښکرګاه په ښځینه مارکیټ کې بې چادرۍ ښځې وهلې دي

اطلاعات روز: د هلمند ولایت له مرکز لښکرګاه ښار څخه یوې ځایي سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د طالبانو د امربالمعروف مامورینو د کارتې لګان ښځینه مارکیټ ته له ورتلونکو ښځو سره تاوتریخوالی کړی، لسګونه ښځې یې وهلي، ځینې یې ټپي کړي او د مارکیټ له ساحې یې شړلې دي.

د سرچینې په وینا، د طالبانو د امربالمعروف مامورینو نن (سې‌شنبه، ۱۴ د کب) د بازار دوکاندارانو ته امر کړی چې یوازې چادرۍ اغوستونکو ښځو ته سودا ورکړي او که کومه ښځه یوازې حجاب لري، نو باید سودا ورنه کړي.

د پیښې یوې عیني شاهدې چې په پېښه کې ژوبله شوې او تور حجاب یې اغوستی و، اطلاعات روز ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل: «زه د سودا لپاره بازار ته تللې وم، چې د طالبانو یو کس راغی، ویې ویل چادرۍ دې ولې نه ده اغوستې؟ بیا یې په چلاخه اوږه باندې ووهلم، زه ټپي شوم او مارکیټ مې پرېښود.»

ځایي سرچینو وایي، چې طالبانو له دې نجلۍ سره-سره لسګونه نورې ښځې هم وهلې او له مارکیټ څخه یې شړلې دي.

دغه راز د کارتې لګان ښځینه مارکیټ دوکانداران وايي، چې د طالبانو د امربالمعروف مامورینو ورته امر کړی چې هغو ښځو ته به سودا نه ورکوي چې چادرۍ یې نه وي اغوستې.

طالب چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دې ویلي، خو دا لومړی ځل نه دی چې په هلمند کې طالبان د ښځو پر لباس بندیز لګوي.

د طالبانو امربالمعروف چادري د شرعي حجاب غوره ډول ګڼي او کوم تور حجاب چې ښځې په کابل او د هیواد په نورو ښارونو کې اغوندي تر ډیره غوره نه بولي.