اطلاعات روز: په داسې حال کې چې د مالي کال پای ته دوه ورځې پاتې دي او د طالبانو تر کنټرول لاندې د دولتي ادارو کارکوونکو دوه میاشتې معاش نه دی ترلاسه کړی، د دې ډلې د مالیې وزارت ډاډ ورکړی چې د روانې اونۍ په ترڅ کې به معاشونه ورکړي.
دغه وزارت نن (سې شنبه، ۲۸ د کب) په یوې لنډه خبرتیا کې ویلي، چې «په رسنيو او ټولنیزو پاڼو کې د معاشونو د نورم د تغيیر په تړاو چې کوم لیستونه او اوازې خپرېږي، په مطلق ډول ناسمې دي».
د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې ډاډ ورکوي چې د دولتي کارکوونکو معاشونه به د تیر په څیر په دې اونۍ کې ورکړل شي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د دولتي ادارو کارکوونکو لا تر اوسه د سلواغې او کب میاشتو معاشونه نه دي ترلاسه کړي.
همدارنګ د مرغومي میاشتې معاشونه هم په ځنډ ورکړل شوي وو.
طالبان د دې ځنډ د لامل په تړاو تر اوسه معلومات نه دي ورکړي.