اطلاعات روز ورځپاڼې داسې اسناد ترلاسه کړي، چې د طالبانو د دفاع وزارت میلیوني لګښتونو او د دې ډلې د لوړپوړو کارکوونکو د مصارفو له یوې برخې څخه پرده پورته کوي، کوم چې د «متفرقه لګښتونه او مدد معاش» تر عنوان لاندې ورکړل شوي دي.
د دې اسنادو له مخې، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په میاشتني ډول د طالبانو د دفاع وزارت اړوندو نظامي مرکزونو ته د «متفرقه لګښتونو» په نوم ۵۳ میلیونه او ۷۲۰ زره افغانۍ ورکړې دي.
د هبت الله اخوندزاده دا حکم د تېر لمریز کال د تلې په میاشت کې په ۱۹۷۱ شمېرې سره صادر شوی دی.
د دې اسنادو له مخې، هره میاشت د طالبانو د پوځ په قولي اردوګانو او فرقو کې ۵۳ میلیونه او ۷۲۰ زره افغانۍ ویشل شوې دي؛ په دې توګه هرې قول اردو په میاشتنۍ توګه له دوه میلیونه او ۷۷۵ زره افغانیو څخه واخله تر تر پنځو میلیونو او ۸۷۰ زره افغانیو پورې ترلاسه کړې دي.
یوې باخبره سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د روان ۱۴۰۳ مالي کال پرمهال هم همدومره بودیجه د طالبانو د دفاع وزارت د لګښتونو لپاره ورکړل شوې ده.
داسې ښکاري چې دا د طالبانو د دفاع وزارت د بودیجې یوه وړه برخه ده، ځکه چې دا وزرت د خپلو کارمندانو او ځواکونو او همدا راز خپلو پروژو لپاره هم بودیجه ترلاسه کوي.
د طالبانو دفاع وزارت د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو ریاست ترڅنګ اوپراتیفي بودیجه هم ترلاسه کوي.
د لوړپوړو کارمندانو مدد معاش او ستر لګښتونه
د طالبانو مشر د ۱۴۰۲ کال د چنګاښ میاشتې پرمهال په یوه بل صادر کړي حکم کې امر کړی، چې د دې ډلې لوړپوړو ملکي او نظامي کارمندانو ته دې په میاشتني ډول له ۲۰ زره څخه تر ۵۰ زرو پورې افغانۍ د «مدد معاش او متفرقه لګښتونو» په نوم ورکړل شي.
د طالبانو د مشر په حکم کې ویل شوي چې د ملکي برخې د رییس لپاره چې امتیازي معاش نه لري او پخوا یې ۲۰ زره افغانۍ مدد معاش ترلاسه کاوه، په میاشتني ډول دې ورته ۳۰زره افغانۍ مدد معاش ورکړل شي.
همدا راز د ملکي برخې آمرین چې بخوا یې ۱۵ زره مدد معاش ترلاسه کاوه، اوس باید هغوی ته ۲۰ زره افغانۍ مدد معاش ورکړل شي.
د طالبانو د مشر په حکم کې ویل شوي چې په نظامي برخه کې دې هم د ریاستونو او آمریتونو د معادلو بستونو لپاره همدومره مدد معاش او لګښتونه ورکړل شي.
د طالبانو مشر امر کړی چې د دې ډلې ولسوالانو او په ولسوالیو کې امنیې قومندانانو ته دې هم د بېلابېلو لګښتونو په توګه په میاشتنۍ توګه ۵۰ زره افغانۍ ورکړل شي.
افغانستان پخوا ۳۶۴ ولسوالۍ درلودې، خو د طالبانو حکومت د ولسوالیو شمېر زیات کړی دی. دې ډلې د ۱۴۰۱ کال د کب میاشتې پرمهال د ۲۷ ولسوالیو د جوړېدو خبر ورکړ. د دې شمېر په پام کې نیولو سره د ولسوالیو ټول شمېر اوس ۳۹۱ دی.
په هره ولسوالۍ کې یو ولسوال او یو د امنیې قومندان فعالیت کوي او له لاسته راغلو اسنادو سره سم، د هغوی میاشتني لګښتونه ۱۰۰ زره افغانۍ کېږي. په ټوله کې یوازې په ولسوالیو کې د طالبانو د ولسوالانو او امنیې قومندانانو ټول بېلابېل لګښتونه ۳۹ میلیونه افغانۍ کېږي.
د طالبانو مشر امر کړی چې د ولایتونو په مرکزونو کې د حوزو آمرینو ته دې هم د بېلابېلو لګښتونو په توګه هره میاشت ۵۰ زره افغانۍ ورکړل شي.
همدا راز اخوندزاده ویلي، چې د وزارتونو او خپلواکو ادارو ولایتي رییسانو ته دې هم په میاشتني ډول ۵۰ زره افغانۍ د بېلابېلو لګښتونو لپاره ورکړل شي.
د اداري کارکوونکو د معاشونو په ورکړه کې ځنډ
د طالبانو ځینې لګښتونه په داسې مهال کې په ډاګه کېږي چې د دې ډلې تر مدیریت لاندې اداري کارمندانو د سلواغې او کب میاشتو معاشونه نه دې ترلاسه کړي. د دولتي ادارو د کارمندانو د جدې میاشتې معاش هم په ځنډ ورکړل شوی و.
د طالبانو حکومت د کارمندانو د معاش د ناوخته ورکړې په اړه څه نه وایي، خو د طالبانو په مالي څانګه کې یوې سرچینې ویلي چې د معاشونو د ناوخته ورکړې لامل د بودیجې کمښت دی.
د ځینو لګښتونو او پېرنو ځنډول
هغه سند چې اطلاعات روز ورځپاڼې ته رسېدلی دی، د طالبانو کابینې یوه میاشت وړاندې د ۱۴۰۳ کال د سلواغې میاشتې پر ۱۸مه نېټه د «سیمهییزو امتیازاتو» ورکړه او د ځینو شیانو پېرل تر دریو میاشتو پورې ځنډولي دي. سیمهییز امتیاز په پخواني حکومت کې هغه لګښت و چې ناامنو ولایتونو او ولسوالیو ته ورکول کېده.
د طالبانو مالیې وزارت ویلي، چې د کابینې له لوري په شفاهي توګه ورته امر شوی چې سیمهییز امتیاز او د «نقلیه وسایلو، فرنیچر، یخچال، کمپیوټر، ایرکنډیشن او تجملي وسایلو پېرل تر راتلونکو دریو میاشتو پورې وځنډوي».
دې وزارت د لګښتونو د ځنډولو لامل د چارو تراکم او په خپلو اداري څانګو کې نور مشکلات یاد کړي دي.
له افغانستان سره د امریکا د مرستو ځنډېدل
امریکا چې له افغانستان سره تر ټولو لوی مرسته کوونکی هیواد و، د ډونالډ ټرمپ تر راتلو وروسته یې مرستې ځنډولې دي.
د امریکا د مرستو تر ځنډول کېدو وروسته د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ بیې راولوېدې، که څه هم په وروستیو ورځو کې بیرته د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت ښه شوی او خپل ثبات یې تر یو ځایه ساتلی دی.
د دولتي کارمندانو د معاش په ورکړه کې ځنډ هم د امریکا د مرستو تر ځنډول کېدو وروسته رامنځته شو مګر طالبان وایي، چې د دې ډلې د حکومت بودیجه بهرنیو مرستو پورې تړاو نه لري.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سلواغې په میاشت کې د معاشونو د ځنډ په اړه وویل: «د هیواد بودیجه له داخل څخه ده، د بهرنیو مرستو له نه رسیدنې پورې اړه نه لري.»
په عین مهال کې د طالبانو حکومت د خپلې بودیجې کچه او جزییات نه خپروي.
دا ډله ادعا کوي چې ټوله بودیجه له داخلي عوایدو څخه تأمینوي، په داسې حال کې چې د افغانستان د پخواني حکومت بودیجه پر بهرنیو مرستو متکي وه.
په عین مهال کې له ګمرکونو او مالیاتو ترڅنګ عشر او زکات هم د طالبانو عایداتي سرچینې دي. دا ډله له زراعتي تولیداتو عشر او د خلکو له څارویو او نورو شتمنیو څخه زکات اخلي. طالبان د عشر او زکات له لارې هم د خپلو عایداتو په اړه نه وضاحت او نه هم حساب ورکوي.