عبدالناصر فرخاري د چهارشنبې په ورځ (۸ د کب) د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو. طالبانو څلور ورځې وروسته د ده مړی د نوموړي کورنۍ ته وسپاره. دی د تخار د مرکزي ښار تالقان په «نیلګري» سیمه کې د برېښنایي توکو دوکاندار و. پر ده د طالبانو د مخالفې نظامي جبهې د مالي تأمین تور لګېدلی و.
طالبانو د عبدالناصر کورنۍ ته وویل، چې دی د ناروغۍ له امله مړ شوی دی، خو د ده پر جسد شواهدو د شکنجې او وهلو-ټکولو ګواهي ورکوله. خپلوانو یې اطلاعات روز ورځپاڼې ته داسې انځور لېږلی چې پرمخ، سینه، ښي لاس او ښي ورون پکې د وهلو اثار ښکاري. همدا راز یې ښی لاس او پزه مات دي.
د عبدالناصر کورنۍ د ده مړی په چوپتیا او له شور پرته خاورو ته وسپاره. د نوموړي جسد د شنبې په ورځ د فرخار په فرنګرد کلي کې خاورو ته وسپارل شو. د وېرې او ډار له فضا سره-سره په سلګونو کسانو د نوموړي د ښخولو په مراسمو کې ګډون وکړ.
عبدالناصر څوک و؟
عبدالناصر د تخار د مرکز په ۴۵ کیلومیترۍ کې د فرخار ولسوالۍ په فرنګرد کلي کې زېږېدلی و. ده د تالقان ښار په ګاومالي سیمه کې له خپلې میرمنې او اوو اولادونو سره ژوند کاوه.
د ده یوه خپلوان ټینګار کوي چې عبدالناصر د طالبانو له مخالفو ډلو سره هیڅ اړیکه نه درلوده او بې ګناه وژل شوی دی. دی کیسه کوي چې د نیولو په ورځ د طالبانو استخباراتو ورته دا اجازه هم ورنه کړه چې د خپل دوکان دروازه بنده کړي؛ «عبدالناصر د طالبانو له هیڅ سیاسي یا نظامي جریان سره همکاري نه درلوده، خو د طالبانو د استخباراتو دوه یا درې کسان په رینجر کې راغلل او دی یې په زور موټر ته وخېژاوه. څو ورځې وروسته یې موږ ته د ده جسد وسپاره.»
د عبدالناصر یوه خپلوان محمد (مستعار) وایي، چې په تخار کې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو دی د دې ډلې د مخالفینو ترمنځ په پیسو وېشلو تورن کړی او اخر هم نوموړی د شکنجې له امله مړ شو.
نوموړي وویل: «عبدالناصر د طالبانو د زیاتو شکنجو له امله په هماغه لومړۍ ورځ مړ شوی و. د ده پر ټول بدن د وهلو نښې ښکاري او لاس او پښې یې هم مات وو. تر نیول کېدو یوه ورځ وروسته د سیمې له مخورو سره یو ځای د ده د خوشې کېدو لپاره ولاړو چې له طالب چارواکو سره ووینو. دوی په لومړي سر کې وویل چې د پیسو د وېشلو په تور نیول شوی دی؛ خو وروسته یې وویل چې وفات شوی دی. مګر له دې سره-سره یې په هغه ورځ موږ ته د ده جسد تسلیم نه کړ.»
محمد کیسه کوي چې طالبانو عبدالناصر له هر ډول څیړنې او جرمي ثبوت پرته شکنجه کړی او هډوکي یې ورته مات کړي؛ «موږ له یو شمېر دوستانو او د عبدالناصر له کورنۍ سره د ده د ازادۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو ریاست ته ولاړو؛ خو د طالبانو د استخباراتو رییس له موږ سره ونه کتل. د ده پر ځای د مولوي برکت الله په نوم یو کس له موږ سره وکتل او ویې ویل چې تاسو د چا خوشې کېدلو ته راغلي یاست، هغه وفات شوی دی او موږ یې جنازه نه پرېږدو. کله چې مو غوښتنه وکړه چې حد اقل جسد یې موږ ته وسپارئ، دې طالب چارواکي په ځواب کې وویل، چې دی په تخار کې د مقاومت جبهې مالي مسوول و او جنازه یې کورنۍ ته نه سپارل کېږي.»
سانسور شوې فضا
سره له دې چې د عبدالناصر د وژل کېدو انګېزه او جزییات مشخص نه دي، خو ځایي سرچینې وایي، چې د طالبانو استخباراتو په تخار کې پر خبریالانو او ځایي رسنیو زیات فشار راوړی دی، ترڅو د دې خبر د خپرېدو مخنیوی وکړي.
یوه ځایي خبریال چې نه غوښتل نوم یې خپور شي، له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «کله چې د عبدالناصر د وژل کېدو خبر خپور شو، یوه ورځ وروسته د طالبانو استخباراتو د ټولو محلي رسنیو مسوولینو او خبریالانو ته خبرداری ورکړ چې دا موضوع راوانخلي. دوی یوه بله کیسه مطرح کړه او ویې ویل چې دی په کابل کې نیول شوی و او د سالنګ پر لویه لار د ناروغۍ له امله مړ شوی دی.»
د طالبانو د استخباراتو رسنیزې څانګې ځایي خبریالانو ته یو متن لېږلی دی چې پکې ویل شوي: «عبدالناصر د تخار د استخباراتو له لوري نه دی نیول شوی، بلکې د نورو امنیتي ارګانونو له لوري نیول شوی او د سالنګ پر لویه لار د ناروغۍ له کبله وفات شوی دی.»
په دې وروستیو کې طالبانو په تخار کې خپل نظامي حضور زیات کړی دی. طالب ځواکونو دشپې پر ګرځېدلو هم محدودیتونه لګولي دي او کور په کور پلټنې هم کوي. طالبانو د سیمې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې دشپې مهال له کوره د وتلو اجازه نه لري او که سرغړونه وکړي نیول کېږي او زنداني کېږي.
دشپې پر ګرځېدلو بندیز او سختې پلټنې
لږ تر لږه لسو ځایي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته تایید کړې چې په تخار کې د طالبانو د نوي والي تر ټاکل کېدو وروسته دشپې پر ګرځېدو بندیز او کور په کور پلټنې په شدت ترسره کېږي او د تالقان په کوڅو او لارو کې فضا ټوله امنیتي او نظامي ښکاري.
ولسي سرچینو راپور ورکړی چې طالبان هر هغه څوک چې پرې شکمن شي، له مخالفو نظامي جبهو سره د تړاو په تور نیسي. له دې افرادو څخه یوه تن ابراهیم (مستعار) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تېره اونۍ یې ورور د «افغانستان له ملي مقاومت جبهې» سره د تړاو په تور په فرخار ولسوالۍ کې نیول شوی دی.
دی وایي: «زما ورور طالبانو له نورو کسانو سره یو ځای د فرخار ولسوالۍ له خسده چمن سیمې څخه ونیوه. تر اوسه یې لاهم په برخلیک نه یو خبر. هغه یو محصل و او له مخالفو ډلو سره یې هیڅ اړیکه نه درلوده. امنیې قومندانۍ او استخباراتو ته له رجوع سره-سره راته هیچا هم ځواب نه دی راکړی.»
په تخار کې د طالبانو د پښتون والي سمیع الله حزب الله تر راتلو وروسته پر ګرځېدو بندیز سخت شوی او همدا راز کور په کور پلټنې زیاتې شوې دي. د ځایي سرچینو په وینا، دا محدودیتونه د ماخوستن له اتو بجو بیا د سهار تر پنځو بجو پورې وي او په ټول تالقان ښار او ښار ته د راتګ پر لارو پلي کېږي.
د طالبانو له منځه یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د نوي والي تر ګمارل کېدو وروسته په تخار کې لږ تر لږه ۲۱ تنه د «افغانستان له ملي مقاومت جبهې» او د «افغانستان له ازادۍ جبهې» سره د تړاو په تور نیول شوي دي.
دې سرچینې زیاته کړه: «اکثریت دا کسان د فرخار ولسوالۍ اوسېدونکي دي او اوس مهال د تالقان هوایي ډګر ته نږدې سرای سنګ په سیمه کې د طالبانو د استخباراتو ادارې په زندان کې ساتل کېږي. د هغوی ډېری شکنجه کېږي چې اعتراف وکړي. د ځینو ځوانانو وضعیت نازک دی او بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.»
تر دې وړاندې «ملي مقاومت» او «ازادۍ» جبهو ویلي و، چې طالبان ځینې کسان له دې جبهو سره د همکارۍ او یا غړیتوب په تور نیسي.
طالبانو د تخار د نورو سیمو په پرتله په فرخار ولسوالۍ کې په زیاته کچه خپلسرې نیونې کوي. فرخار د طالبانو د لومړۍ دورې پرمهال د مجاهدینو یو مهم مرکز و. دې ډلې هغه مهال یوازې د څو ساعتونو لپاره دا ولسوالي ونیوله، خو بیرته یې ماتې وخوړه او شاتګ ته اړ شول.
فرخار ولسوالۍ پنجشیر او بغلان ته د نږدیوالي له کبله ځانګړی ارزښت لري او په ستراتېژیکه توګه یې موقعیت مهم دی. دا ډله هڅه کوي چې په دې سیمه کې د مخالفو ډلو د پیاوړي کېدو مخه ونیسي.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دې ډلې په سلګونو کسان له مخالفو ډلو سره د همکارۍ په تور نیولي دي.