close

په جګړو کې د ویجاړ شویو کورونو د رغونې غوښتنه او د طالبانو ناغېړي

کونړ کې ډېورنډ فرضي کرښې ته د څېرمه ولسوالیو اوسیدونکي شکایت کوي، چې د جمهوري حکومت پرمهال د طالبانو د جګړو له امله د دوی سلګونه استوګنیز کورونه تخریب شوي چې له کبله یې له جدي ننګونو سره مخ دي.

دوی وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې دوی ته د کورونو د رغونې ژمنې ورکړي، خو په خبره یې نه یوازې دا چې طالبانو پر خپلو ژمنو وفا نه ده کړې؛ بلکې د دوی د جګړو له امله د زیانمنو کورنیو شکایتونه او غوښتنې هم نه اوري.

سردارعلي چې د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د ناوه پاس درې اوسېدونکی دی، وايي د تېر جمهوري نظام پرمهال یې په سیمه کې د طالبانو د ناامنیو له امله ژوند تریخ او له جدي ننګونو سره مخ و.

دی وايي، طالبانو یې په کلي کې د خلکو له کورونو د جګړې د سنګر په توګه ګټه اخېسته چې د جګړې له امله یې کورونه وېجاړ او اوس د استوګنې وړ نه دي.

سردار علي وايي، د کور له وېجاړۍ سربېره ورته د طالبانو د پناه اخېستنې له امله درانه مالي زیانونه اوښتي او نه یوازې دا چې خپل کور بېرته نه شي رغولی؛ بلکې د کار د نشتوالي له امله خپلې کورنۍ ته درې وخته ډوډۍ هم نه شي موندلی.

نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د جمهوریت په دوره کې ناوه پاس ډېر ناامن و، طالبانو زمونږ له کورونو مورچې او سنګرونه جوړول چې د ځوابیه حملو پر وخت زمونږ کورونه ړنګ شول او له اوسېدو وتلي، بېرته د خپلو کورونو د جوړولو توان هم نه لرو، کور مې وران شوی، څاروي مې له منځه تللي، مونږ به طالبانو ته ویل چې د خلکو له کورونو ووځئ چېرته بل ځای کې جګړه وکړئ، خو زمونږ کورونو او حجرو ته د ټوپک په زور ننوتل، اوس مو هر څه خراب او وېجاړ پراته دي، نه د کورونو د جوړولو وس لرو او نه هم کار ـ روزګار شته چې خپلو بچیانو ته یوه مړۍ نفقه پیدا کړو.»

د سرکاڼو ولسوالۍ په ناوه پاس دره کې د طالبانو د جګړو له امله وېجاړ شوی استوګنیز کور چې دامهال د اوسېدو وړ نه دی/ اطلاعات روز ته استول شوی

د سیمې اوسېدونکي وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یو شمېر ځايي خلک خپلو مېنو ته ستانه شوي، خو زیاتوي چې کورونه یې د استوګنې وړ نه دي او له جدي ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي، ډېری کورنۍ خو په خپلو کنډ و کپر کورونو کې اوسېږي چې د سرپناه د نشتوالي له امله یې د ژوند چارې له جدي ګواښ سره مخ دي.

د ناوه پاس درې اوسېدونکی وحیدالله له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زمونږ ساحه د طالبانو له لاسه سخته خرابه شوې، زمونږ له کورونو یې د سنګر ګټه اخېسته، اوس ځېنې خلک بېرته خپلو کورونو ته راغلي، خو د اوسېدو وړ نه دي، کورونه مو ټول کنډ و کپر او کنډوالې دي، ژوند ته جوړ نه دي، سختو مشکلاتو سره مخ یو.»

د سیمې خلک وايي، د جمهوري نظام پرمهال د دوی په سیمه کې د طالبانو د پټېدو له امله د کورونو سربېره کرنیزې ځمکې، سړکونه او روغتیايي مرکزونه هم تخریب شوي دي.

دوی وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې د کورونو، روغتیايي مرکزونو، سړکونو او کرنیزو ځمکو د رغولو مکررې ژمنې ورکړي، خو په وینا یې حاکمې ډلې تر اوسه د خپلو ژمنو عملي ګام نه دی اخېستی.

د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په ناوه پاس دره کې تخریب شوي کورونه چې د طالبانو وسله والو ترې د جګړې سنګرونه جوړ کړي وو/ اطلاعات روز ته استول شوی

د ناوه پاس درې بل اوسېدونکی مبارز سادات له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د طالبانو او د پخواني حکومت د جنګونو له وجې مو له کورونو بغیر سرکونه، کلینیکونه او زراعتي ځمکې تخریب او له منځه تللي، کله چې د طالبانو نظام راغی مونږ په کراتو ـ کراتو ولایت او ولسوالۍ ته ورغلو، هر ځل یې راسره وعدې کړي چې هم به درته کورونه جوړوو، هم سړکونه، هم کلینیکونه او د زراعت په برخه کې به درسره کومک کوو، خو تر اوسه د طالبانو یو چارواکی هم زمونږ سیمې ته نه دی راغلی کومک خو لا لېرې خبره ده.»

د کونړ د خاص کونړ ولسوالۍ د شالۍ ولي درې اوسېدونکي هم شکایت کوي چې د تېر جمهوريت پرمهال یې طالبانو له کورونو د جګړې تاوده سنګرونه جوړ کړي وو او د دوی له کورونو په ګټنې یې پر پخوانیو افغان ځواکونو بریدونه کول.

سیمه‌ییز خلک وايي، پر طالبانو د ځوابیه بریدونو په پایله کې یې کورونه، څاروي، سړکونه، روغتیايي مرکزونه او کرنیزې ځمکې تخریب شوي او دوی ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د شالۍ ولي درې اوسېدونکی شریف الله له اطلاعات روز ورځپاڼې سره زیاته کړه: «طالبان په زور زمونږ په کورونو، حجرو او دېرو کې ځای پرځای کېدل او له دې ځایه یې د پخواني حکومت پر سرتېرو ډزې کولې، هغوی به بېرته پر دوی ډزې کولې، زمونږ کورونه به لګېدل، څاروي به مو لګېدل، حتی انسانان هم زخمیان شوي وو، سرکونه او کلینیکونه مو هم تخریب شوي، دا ټوله پړه پر طالبانو ده؛ ځکه دوی د مخامخ جګړې توان نه درلود، د خلکو په کورونو کې به پټېدل، ډېر تاوان یې مونږ ته رسولی، باید د دې غرامت راکړي.»

د کونړ د خاص کونړ ولسوالۍ اړوند سیمه چې د طالبانو د جګړو له امله د خلکو کورونه ویجاړ شوي دي/ خواله رسنۍ

په همدې حال د کونړ د دانګام ولسوالۍ د بنشاهي کنډو یو شمېر اوسېدونکي هم ورته شکایتونه لري او وايي، چې د طالبانو د جګړو له امله یې درانه مالي زیانونه لیدلي دي.

ځايي خلک پر حاکم رژیم نیوکه کوي چې له دوی سره یې کړې ژمنې عملي کړې نه دي او غوښتنه کوي چې دوی ته دې د ژوند په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

د بنشاهي کنډو اوسېدونکی حاجي شرافت سالارزی له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زمونږ د ژوند یوه اسانتیا هم نشته، نه کلینیک لرو، نه مو سړک جوړ دی، نه پاکې اوبه لرو، نه مو کورونه جوړ دي، نه مو مکتبونه جوړ دي، دا ټول مشکلات راته د طالبانو د پخوانیو جنګونو له امله پېښ شوي، دوی راسره ډېرې وعدې کړي چې مشکلات به مو حل کوو، خو تر اوسه یې کوم اقدام نه دی کړی، زمونږ غوښتنه دا ده چې دوی دې خپلې وعدې پوره کړي او زمونږ مشکلاتو ته دې رسېده‌ګي وکړي.»

د کونړ د دانګام ولسوالۍ د بنشاهي کنډو سیمه چې د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته ده او د تېر جمهوري نظام پرمهال یې د طالبانو د جګړو له امله ځايي خلکو ته درانه مالي زیانونه رسېدلي/خواله رسنۍ

بل لور کونړ کې د طالبانو ولایتي چارواکي هم د ځايي خلکو ستونزې مني او وايي، هڅه کوي چې د مرستندویه ادارو پرمټ یادو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د دغه ولایت د کډوالو او را ستنېدونکو چارو ریاست طالب مسوولین وايي، پلان لري چې د ځايي خلکو د کورونو، روغتیايي مرکزونو، سړکونو رغولو او نورو ستونزو د حل په موخه ګامونه واخلي.

د کونړ د کډوالو او را ستنېدونکو چارو طالب رييس مولوي میا ابراهیم وویل: «د دې خلکو لپاره مو دا تصمیم نیولی چې د هغوی کورونه به ورغوو، سړکونه به یې ورغوو، کلینیکونه به ورته جوړ کړو، د پاکو اوبو شبکې ورته جوړې کړو، یا د امارت [طالبانو] په مالي ملاتړ او یا هم د مرستندویه موسېسو په همکارۍ یې مشکلاتو ته رسیده‌ګي وکړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر جمهوري نظام پرمهال طالبانو د کونړ سربېره په نورستان، ننګرهار، لغمان او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ملکي خلکو له کورونو د جګړې تاوده سنګرونه جوړ کړي وو او خلک شکایت لري چې دې ډلې خپلو جنګیالیو ته پر ځايي خلکو د ټوپک په زور د خوراک څښاک زمینه هم برابروله.