د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني چې تل ورسره د طالبانو د رهبرۍ فکر و، اوس د خپل ژوند له تر ټولو سختو پرېکړو سره مخ دی: یا باید د دولت له کلیدي نقاطو لکه کورنیو چارو وزارت څخه د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده له لوري د ګوښه کېدو پیغام ومني او یا هم متقابله لاره غوره کړي. دا د حقاني او د طالبانو د مشر تر منځ د واک په لوبه کې د عطف نقطه بلل کېږي. د طالبانو د مشر له غوښتنې د حقاني نافرماني به د ملا هبت الله ځواک ډېر ژر کم کړي او هغه به د ټولمنلي مشر پر ځای د طالبانو په «یوه» مشر بدل کړي.
مګر د ملا هبت الله د غوښتنې منل د حقاني شبکې د ځواک کمېدلو په معنا دي؛ هغه ځواک چې د جمهوریت پر مهال یې د چاودنو او ځانمرګو عملیاتو په ترسره کولو کې محوري رول درلود. د حقاني تسلیمېدل به د طالبانو د کندهارۍ حوزې جرأت نور هم زیات کړي، تر څو د حقاني شبکې نور قومندانان هم څنډې ته کړي او یا یې هم له واکه وشړي. د حقاني شبکې د تدریجي مهار لپاره دا د هبت الله یو اقدام ګڼل کېږي، خو په عین مهال کې شونې ده چې د طالبانو تر منځ د خپلمنځي جګړې اور هم بل کړي.
په داسې حال کې چې د نوموړي د استعفا په اړه ګومانونه زیات دي، خو سراج الدین حقاني تر دوه میاشتني غیاب وروسته د جمعې په ورځ د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په یوه مسجد کې راښکاره شو. په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې چې د خپلو پلویانو تر منځ دی، هغوی ته خبرې او ورسره په غېږ ستړې مشې کوي. په داسې حال کې چې پر رسنیو د ده د استعفا خبرونه کښته او پورته کېږي، د نوموړي د دې انځورونو خپرېدل د طالبانو د مشر له پرېکړي سره د نوموړي د احتمالي تقابل نښه ګڼل کېږي.
حقاني، یعقوب او انس پر یوه غولي؛ ایا دا د طالبانو مشر ته یو پیغام دی؟
له خوست څخه د سراج الدین حقاني د ویډیو تر خپرېدو وروسته حقاني شبکې یو انځور خپور کړ چې د طالبانو د دفاع د وزیر ملا یعقوب او د ده د ورور انس حقاني تر څنګ ولاړ دی. د دې عکس د اخیستنې دقیقه نېټه څرګنده نه ده، خو د حقاني د استعفاوو په شور کې د دې انځور خپرول د طالبانو تر منځ د قدرت د معادلاتو په تړاو معنادار پیغام ګڼل کېږي. داسې ښکاري چې د دې انځور د خپرولو هدف د کندهارۍ حلقې په وړاندې له سراج الدین حقاني سره د ملا یعقوب ملتیا ښوول دي.
په همدې حال کې د طالبانو له منځه باخبره سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې له متحده عربي اماراتو څخه د سراج الدین حقاني تر راتلو وروسته د کندهاري طالبانو حلقې له نوموړي غوښتي چې د دې سفر په اړه ورته وضاحت ورکړي، خو نوموړي دا غوښتنه رد کړې ده.
د دې سرچینو په وینا، د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده له حقاني غوښتي چې استعفا ورکړي، مګر د حقاني شبکې ځواب ګواښوونکی و؛ «که کندهارۍ حلقه او ملا هبت الله دا جرأت او وړتیا لري، نو د سراج الدین حقاني ګوښه کېدل دې علني کړي او وروسته دې د دې اقدام پایلې هم ومني.»
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې د دې وزارت سرپرست سراج الدین حقاني له خپلې دندې استعفا نه ده ورکړې. ده په یوه غږیز پیغام کې چې د دوشنبې په ورځ (۲۷ د کب) د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو څخه خپور شو، ټینګا وکړ چې د سراج الدین حقاني استعفا «حقیقت نه لري».
نږدې دوې میاشتې کېږي چې سراج الدین حقاني په کورنیو چارو وزارت کې خپل دفتر ته نه دی راغلی. په کابل کې وروستۍ رسمي لیدنه یې د مرغومې پر ۲۵ د سعودي عربستان له سفر فیصل طلق البقمي سره وه. تر دې وروسته له عمومي لیده او کاري چاپېریاله پټ شو او همدا وجه وه چې د نوموړي د ګوښه کېدو او یا هم استعفا په تړاو اوازې خپرې شوې.
په همدې مهال کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د حقاني شبکې په دودیز مرکز خوست کې د دستاربندۍ په مراسمو کې د ملا هبت الله پر خلاف ډاګیزې خبرې وکړې. ده وویل چې د نجونو پر زده کړو بندیز شرعي توجیه نه لري او طالبان یې تورن کړل چې په دې اقدام سره یې د ۲۰ میلیون افغان ښځو حقونه نقض کړي دي. د ستانکزي تر دې جنجالي څرګندونو وروسته نوموړی متحده عربي اماراتو ته ولاړ او تر اوسه بیرته نه دی راستون شوی. د کندهار حلقې طالبانو دا یو ډول «بغاوت» وباله او په دې باور دي چې سراج الدین حقاني د ستانکزي ملاتړ کړی دی.
تر دې وړاندې اطلاعات روز ورځپاڼې راپور ورکړی و چې د طالبانو د مشر ځانګړې ساتونکې قطعه کابل او د دې ښار نړیوال هوایي ډګر ته استول شوې ده، تر څو د طالب چارواکو وتل وڅاري او د طالبانو د مشر له اجازې پرته ورته د بهر تلو اجازه ورنه کړي. دې اقدام د حقاني شبکې حساسیت راپارولی دی، له همدې کبله تر دې وروسته سراج الدین حقاني په کابل کې نه دی لیدل شوی.
حقاني شبکه چې د کابل د سقوط پر مهال ښار ته په ننوتلو کې وړاندې وه، پام وړ نظامي ځواک یې درلود خو اوس یې د شرایطو په بدلون سره خپل پخوانی ځواک بایللی دی.
پټ فعالیتونه
په داسې حال کې چې سراج الدین حقاني لا هم له افغانستانه بهر و، د طالبانو ویاند او ملا هبت الله ته نژدې کس ذبیح الله مجاهد ادعا وکړه چې حقاني افغانستان ته راستون شوی دی. مګر باخبره سرچینو ټینګار کاوه چې دا ادعا ناسمه وه او هغه وخت حقاني لا هم له هیواده بهر و.
د سلواغې میاشتې پر مهال سراج الدین حقاني د طالبانو د استخباراتو له رییس عبدالحق وثیق سره یو ځای متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ او د اماراتو د دولت له مشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره یې ولیدل. تر دې لیدنې وروسته حقاني د عمرې حج ادا کولو لپاره عربستان ته ولاړ او شاوخوا دوې میاشتې له عامه لیده پټ و.
په دې موده کې حقاني شبکې د خپلو ځواکونو په ځانګړې توګه د خپلو جنګي قومندانانو د منسجمولو لپاره پراخ فعالیتونه پیل کړل. طالب سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې دا هڅې د خلیل الرحمان حقاني تر وژل کېدو وروسته زیاتې شوې دي؛ دې پېښې د حقاني شبکې تر منځ اندیښنې را پیدا کړې او هغوی ته یې د مقابلې انګېزه هم ورکړې ده.
که څه هم حقاني شبکه د سویلي حوزې د طالبانو په پرتله کم نظامي ځواک لري، مګر د چاودنو او ځانمرګو بریدونو په پلانولو کې د دې شبکې وړتیا د هغې یو پام وړ ځواک ګڼل کېږي. د سراج الدین حقاني او ملا هبت الله اخوندزاده تر منځ د مخالفت په زیاتېدلو سره د طالبانو د مشر په اصلي مرکز کندهار کې امنیتي تدابیر ډېر زیات شوي دي. اطلاعات روز ورځپاڼې ته سرچینو ویلي چې سراج الدین حقاني کندهار ته د سفر کولو غوښتنه رد کړې ده او په خپل ټاټوبي پکتیا کې یې مذاکراتو کولو ته ترجېح ورکړې ده، تر څو وکولای شي چې امنیتي اوضاع کنټرول کړي.
په کورنیو چارو وزارت کې د کندهار د حلقې لاسوهنه
د حقاني شبکې له منځه یوې باخبره سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې سراج الدین حقاني په کورنیو چارو وزارت کې د ملا هبت الله اخوندزاده په مشرۍ د کندهار د حلقې له لاسوهنې سخت ناراضه دی. د دې سرچینې په وینا، دی د کورنیو چارو د وزارت د امنیتي مرستیال صدر ابراهیم له اقداماتو هم خوښ نه دی.
دې سرچینې ویلي: «صدر ابراهیم د کورنیو چارو وزارت په چارو کې لاسوهنه کوي او د طالبانو د پولیسو ځیني امنیه قومندانان خپل راپورونه مستقیما صدر ابراهیم، د کندهار والي ملا شیرین او د کندهار امنیې قومندان مولوي طالب ته وړاندې کوي.»
په عین مهال کې د طالبانو د امنیتي چارو او تصفیې مرکزي کمیسیون د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې غونډه وکړه او د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب، د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال صدر ابراهیم، د طالبانو د مشر د دفتر د استازي مولوي نذیر احمد ناصر او په کندهار کې د طالبانو د والي ملا شیرین اخوند په شمول مهمو طالب څېرو پکې ګډون کړی و مګر سراج الدین حقاني په دې غونډه کې نه و چې دا د ده او د کندهار د حلقې تر منځ درز په ډاګه کوي.
په دې غونډه کې د امنیت پر پیاوړتیا، د طالب ځواکونو د تصفیې په بهیر کې پر شفافیت، له نشیي توکو سره پر مبارزې، له جرایمو سره پر چلند او د پولو پر کنټرول ټینګار شوی دی؛ مګر د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني نشتون د طالبانو تر منځ د اختلافاتو د ژوروالي څرګند پیغام ورکوي.
تدریجي تصفیه؛ ایا د حقاني نوبت دی؟
ملا هبت الله د طالبانو په لیکو کې د خپل ځواک د ساتنې او ټینګونې په موخه د دې ډلې د رهبرۍ په جوړښت کې په پراخو لاسوهنو لاس پورې کړی دی. د تېر یوه کال پر مهال دا بدلونونه د طالبانو د منځنۍ کچې له قومندانانو پیل شول، خو اوس د طالبانو تر لوړپوړو چارواکو رسېدلي دي.
په دې لړ کې مولوي عبدالکبیر چې د مرغومې تر میاشتې پورې د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال و، ګوښه کړل شو او د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت مقام ته راکښته کړل شو. دا اقدام د طالبانو د نورو لوړپوړو چارواکو د غبرګون ارزولو لپاره ترسره شو؛ یا هم په یو ډول احتمالي مخالفینو ته یو خبرداری و چې له چون و چرا پرته باید د طالبانو د مشر اوامر ومني، یا دې هم ګوښه کېدو ته تیار شي.
اوس نوبت سراج الدین حقاني ته رارسېدلی دی. ملا هبت الله اراده لري چې د نوموړي په ګوښه کولو سره د طالبانو تر منځ خپل یوازینی ځواک تثبیت کړي او د طالبانو نور چارواکي هم خپل مطلق اطاعت کولو ته مجبور کړي. دا ګام د طالبانو لوړپوړو اشخاصو ته یو څرګند پیغام دی: یا دې هم د طالبانو د مشر د ځواک په وړاندې تسلیم شي او یا دې هم د مقام تنزیل او حذف ته تیار شي.
کندهارۍ حلقه په دې باور ده چې د خلیل الرحمان حقاني په وژل کېدو سره د حقاني شبکې نفوذ کم شوی دی. خلیل حقاني چې د سراج الدین حقاني سخت ملاتړی او د حقاني شبکې یو اصلي مدافع و، د داعش خراسان ډلې له لوري په کابل کې د کډوالو او راستنېدونکو وزارت په دننه کې د ځانمرګي برید په ترڅ کې ووژل شو مګر حقاني شبکه دا ترور د خپل ځواک د کمېدو په تړاو یوه «دسیسه» ګڼي.
د خلیل حقاني تر وژل کېدو وړاندې په کندهار کې د ملا هبت الله په مشرۍ یوه غونډه شوې وه. د مولوي عبدالکبیر په وینا، خلیل حقاني په دې غونډه کې په جسارت سره خپل دریځ بیان کړی و، خو حقاني شبکې د دې خبرو جزییات خپاره نه کړل او د همدې موضوع له کبله د دې غونډې او د هغه د وژنې تر منځ احتمالي تړاو ګومانونه را پیدا کړي.
د سراج الدین حقاني په مشرۍ حقاني شبکه که څه هم د افغانستان د جمهوریت پر مهال د خونړیو چاودنو او ځانمرګو بریدونو مسووله وه، خو په وروستیو درې نیمو کلونو کې یې د کندهار د حلقې په پرتله مختلف دریځونه خپل کړي دي.
په داسې حال کې چې ملا هبت الله اخوندزاده پر منزوي کوونکو سیاستونو او د «اسلامي شریعت» د سختدریځي تعبیر پر پلي کولو ټینګار کوي، خو سراج الدین حقاني د طالبانو له حلقې دباندې سیاسي ځواکونو تعامل او تفاهم کولو ته لېوالتیا ښودلې ده.
همدا راز راپورونه وایي چې حقاني د طالبانو د مشر پر سختو منزوي کوونکو سیاستونو او همدا راز د نجونو او ښځو پر زده کړه پر لګېدلي بندیز نیوکې کوي. دی هڅه کوي چې له نړۍ سره د تعامل د پراختیا له لارې په نړیواله کچه طالبان عادي کړي، خو ملا هبت الله د افغانستان پر منزوي ساتنې او د سختدریځو شرعي احکامو پر پلي کولو ټینګار کوي.
ملا هبت الله د حقاني شبکې د نفوذ کمولو لپاره په هلو-ځلو بوخت دی او همدا راز هڅه کوي چې په طالبانو کې دننه مخالفې څېرې په تدریجي توګه حذف کړي، دا او ورته نور اختلافات د طالبانو د ځواک په جوړښت کې ژور درزونه او پېښېدونکی کړکېچ په ډاګه کوي.