اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د اقلیم د بدلون له امله د افغانستان د طبیعي یخچالونو ویلې کېدل د اوبو لګولو او خوراکي توکو تولید ګواښي.
دې سازمان نن (شنبه، ۲ د وري) ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه خپور شوي پیغام کې ویلي، چې د افغانستان طبیعي یخچالونه د کرنې لپاره اړینې اوبه برابروي او حیاتي سرچینې دي.
د خوړو او کرنې سازمان (FAO) ویلي: «د اوبو په دې نړیواله ورځ، موږ باید په ګډه کار وکړو ترڅو د اقلیم د بدلون او د اوبو د نړیوال بحران سره د مبارزې لپاره د طبیعي یخچالونو ساتنې ته د خپلو پلانونو په زړه کې ځای ورکړو.»
څېړنو ښودلې، چې د افغانستان طبیعي یخچالونه په تیرو ۲۵ کلونو کې د اقلیم د بدلون له امله د ویلې کیدو په حال کې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) مخکې ویلي و، چې د اقلیم د بدلون له امله د افغانستان طبیعي یخچالونه په خطرناکه توګه کمېږي او ورکېږي.
د دوی په وینا، په افغانستان کې نږدې درې زره کوچني یخچالونه شتون لري، چې شاوخوا ۲۵۰۰ کیلومتره ساحه پوښي.
یوناما ویلي، چې دا یخچالونه تر ډېره په هندوکش او پامیر غرونو کې دي او په سیمه ییزو او محلي کچه د اوبو سرچینو کې خورا مهم رول لوبوي.
یوناما زیاته کړې چې په افغانستان کې یوازې ۱۹۴۲ یخ وهلي جهیلونه شتون لري، کوم چې د افغان اتباعو لپاره د څښاک اوبو او اوبو لګولو لپاره ځانګړی اهمیت لري.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د چاپیریال ساتنې ادارې تیر کال اعلان کړی و، چې د افغانستان ۱۸۱ کیلومتره یخچالونه د تودوخې د لوړېدو له کبله له منځه تللي دي.
افغانستان د اقلیم د بدلون پر وړاندې د ډېرو زیان منونکو هېوادونو په ډله کې دی، په داسې حال کې چې د شین کوریزو غازونو په اخراج کې یې ونډه ۰۰.۸ سلنه ده.
دا هیواد په وروستیو کلونو کې پرله پسې وچکالۍ او ویجاړونکو سیلابونو ځپلی دی.